کور / تازه خبرونه / په پينډۍ کې بريد شوى

په پينډۍ کې بريد شوى

اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې د شيعه ګانو له يوې تکيه خانې سره نژدې بريد شوې چې له امله يې څلور کسه وژل شوې او ۱۰ټپيان دي.پوليس وايي دغه بريد د سې شنبې په شپه له هوايي ډګر سره نژدې د ګريسي لاين په سيمه کې د (اثنا عشره) تکيه خانې ته څېرمه شوی دی.د راولپنډۍ يوه امنيتي چارواکي ويلي، ځانمرګی مخکې له دې چې تکيه خانې ته ننوځي، د تلاشۍ په يوه پوسته کې ځان الوځولی دی.ده ويلي بريد کې د دغې پوستې د مشر او يوه پولیس په ګډون څلور کسه وژل شوي دي.د پوستې مشر په لومړي سر کې ټپي شوی و، خو وروسته يې د خپلو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.روغتيايي چارواکي وايي چې د ځينو ټپي شويو کسانو وضعيت نازک دی د ځانمرګي بريد پر مهال د پېښې په ځای کې ولاړو زياتو موټرو او موټرسايکلونو ته زيان اووښتی دی. ځايي چارواکو ویلي، د بريدګر عمر شاوخوا ۲۰کاله و.له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي او دغه ځای يې کلا بند کړی دی.