کور / خبرتیا او پيغامونه / د اطلاعات او کلتور وزیر د مدنې ټولنو ژبې پرې کوي

د اطلاعات او کلتور وزیر د مدنې ټولنو ژبې پرې کوي

په افغانستان کې اوس ستونزې دومره لویې او ډېري سوي، هر لیکوال چې کله لیکنه پیلوي نو لومړۍ جمله یې د یوې اساسي ستونزي څخه مبدا اخلي، هیواد دنړیوالو او سیمیزو ښکېلاکونو سربیره په ملي کچه هم په ډېرو ګډوډیو کې ښکيل دی، په حکومت کې له فساده رانیولې د ملت د وګړو ترمنځ تبعیض او توپیر هغه څه دې چي افغان حکومت تر دې دمه نه دی تونیدلی چې یادې ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي، په اوسنۍ نړۍ کې د مدنې خوځښتونو یو بنسټیز ځای رسنۍ دي، د هیوادونو معاصر ډول استبدادي حکومتونه که پر خپلو نظامي او سیاسي ځواکونو حساب کوي، خو پر رسنیو هم لوی حساب کوي، د خپلو سیاستونو د مخته وړلو لپاره رسني کاروي.
رسنۍ د تمدن تر ټولو پیاوړي وسیلې دي، اولس خپل ږغ تر خپلو چارواکو او نړیوالو د رسنیو له لارې رسوي، په افغانستان کې د موقتې ادارې له پرانستني سره سم ځینو رسنیو په کار پیل وکړ، افغانان ځکه ددې او وروسته نورو رسنیو پرانیستلو ته خوښ وو چې یادې رسنۍ به د اولس د زړونو خوږ ږغ پورته او په اولس کې به د تمدن او مدنې هڅو پیلامه سي، که څه هم افغاني رسنیو تر یو بریده دا کار کړی، خو پر دې هم سترګې نه پټېږي چې په افغانستان کې ډېرې تلویزیوني، ږغیزي او چاپیزي رسنۍ د پردو له لوري جوړي سوي او دهغوی له لوري تمویلېږي، هغه څه خپروي چې د پردو خوښ او د اولس د ګټو په خلاف وي.
داسي رسنۍ چې د اولس له لوري په خپلواکه توګه رامنځته سوي وي ډېري لږ وي، چې هغه نه یواځې د داخلې فشارونو بلکي له بهرنیو فشارونو سره هم مخ دي، او یا خو خپلواکۍ ته نه پرېښودل کېږي، د افغان حکومت په ډېرو اداور کې د قوم، ژبې او توکم له مخي چلن کېږي.
دا مو ولیدل چې پدرام د افغانستان د خپلواکۍ موسس امیر امان الله خان ته ښکنځا وکړه، خو د اولس له غبرګون پرته یو لوړ پوړ چارواکی، مو ونه لید چې دهغه پر وړاندي ودرېږي او د قانون منګلو ته یې کش کړي، عبدالرحمن په لوی لاس عیسوي سو، داسي څوک مو ونه لیدی چې هغه د اسلامي او افغاني قوانیو سره سم محاکمه او مجازات کړي، د پوهنتون کلمه په دانشګاه واوښته کوم چا سر پرې ونه ګرځوی، په کندهار کې د ښوونځی پر نجونو تېزاب وشندل سوو، تر دې دمه مو ونه لیدل چې مجرمینو ته دې جزا ورکړل سي، پر ماشومو نجونو جنسي تېري وسوه، خو مجرمین یې تر دې دمه نه دي نیول او که نیول سوي مجازات سوي نه دي، په میلیونونو ډالر ورک سوي، خو تر دې دمه یې نه ولسمشر او نه هم کومي اړوند ادارې په اړه سوچ او فکر کړی، کابل بانک د څو ځواکمنو چارواکو له لوري چور سو، خو یو یې هم د عدالت میز ته راکش نه کړای سو، اولسونو ته توحین او د ملي ارزښتونو په خلاف خو هره ورځ داسي څه کېږي چې نه قانون ورته اجازه ورکوي، او نه هم افغاني عرف ورته اجازه ورکوي.
په دې وروستیو کې څو ګوډاګیو په تذکرو کې د (افغان او مسلمان) کلمو له لیکلو سره مخالفت وکړ، دا ګوډاګیان چې هر څوک او په هر موقف کې دي، خو د پردو ډالرو مست کړي او داولس په ویش او اولسي نفاق خوشحاله دي، له اولسمشره نیولې هیڅ یوې لوړپوړې ادارې له دې وکړو پوښتنه ونه کړه چې ولي دا ډول چلن کوي. له هغه چا څخه چې وايي افغان نه یم، دا پوښتنه کوم چې افغان نه یې نو څوک یې؟؟؟ او که کوم بل څوک یې نو ولي ددې سپیڅلي اولس په غیږ کې د ورستې مالټې په څېر وروست سوی پاته یې؟
د اطلاعات او کلتور وزارت په هیواد کې د کلتوري او اړوند چارو پر ټولو درغلیو سترګې پټوي، خو ژوندون تلویزیون چې د افغان اولس د مدنې ژبې او مدنې کور حیثیت لري په دې د عدالت میز ته کشوي چې ولي له خپلو ملي ارزښتونو او ګټو ننګه کوي، نه قانوني او نه هم منطقي استدلال ورسره سته چې ولي داسي کوي، دې ډول کارونو ته په کتو پوره څرګنده ده چې خپله حکومت او حکومتي چارواکي قانون تر پښو لاندي کوي.
د اطلاعات او کلتور وزارت وزیر او اړووند لوړ پوړو ادارو ته د خطر ږنګ دی، ومولیدل چې له ننګرهاره تر هرات او هلمنده ټولو په اولس مینو خلکو له ژوندون تلویزیون سره ملاتړ اعلان کړی، که افغان حکومت غواړي چې اولس په قومونو، مذهبونو اونورو ونه ویشي، نو دي قانون تر پښو نه لاندي کوي او د ژوندون تلویزیون او دې ته ورته مدني خوځښتونو سره دي ملاتړ وکړي، تاسو به دا له پامه ایستې وې چې تاسو دې اولس تر دې ځایه راویستي یاست، که اولس ستاسو پر وړاندي ودرېږي، بیا نه امریکا او نه هم کوم بل څوک تاسو له دې ځواکمن او پر خپلو ارزښتونو مین اولس څخه خلاصوی سي.
په پای کې دا چې د یو مدنې فعال په حیث له ژوندون تلویزیون او له بله هر هغه مدني بهیر څخه ملاتو کوم چې په تذکرو کې د افغان او مسلمان کلمه لیکل غواړي، او له بل هر هغه چا ولو که هر څومره لوړ پوړی چارواکی وي چې له دې کار سره مخالفت کوي او یا د هغو مدنې او ټولنیزو بهیرونو مخه نیسي چې هغه له ملي ارزښتونو او ګټو ننګه کوي، مخالف یم، او دا بهیر ورځ تر بلي نور هم ټکنی کېږي، موږ افغانان مستبد او ګوډاګي چارواکي نه غواړو، موږ یو موټی، خپلواک او تل پاتی پیاوړی اولس او هیواد غواړو.