کور / خبرتیا او پيغامونه / ( د ژوندون ټلوېزيون په وړاندې د شوې پرېکړې په تړا

( د ژوندون ټلوېزيون په وړاندې د شوې پرېکړې په تړا

دخوست ولايت د مدني ټولنو فعالينو، مخورو قومي مشرانو، ديني عالمانو ، د رسنيو خبريالانو او
ځوانانو پرېکړه کړي، چې سبا ورځ به پدغه ولايت کې يوه ستره غونډه راوبولي
او د لويې څارنوالۍ هغه پرېکړه به په سختو ټکو سره وغندي، چې د ژوندون
ټلوېزيون د خپرونو د تعليق په هکله يې ترسره کړيده.
دوى ګواښ کړى، چې که چېرې لويه څارنوالي، ملي شورا ،پارلمان او د اطلاعات
او فرهنګ وزارت په روان حالت له سره فکر ونه کړي او په ښکاره توګه روانو
دسيسو او توطيو لړۍ پاى ته ونه رسوي، نو د لويې پکتيا د پتمنو ولسونو سره
به يو ځاى په خوست، پکتيا او پکتيکا کې پراخ لاريونونه وکړي او د هغو
ټولو کسانو څېرې به بربنډې کړي، چې د همدې ناوړه تعصبي کړنو ترشاه خلاص
لاس لري.
د دې لپاره چې په هېواد کې د روانو پراديپالو دسيسو له امله د افغانانو
ملي يووالي، اصلي افغاني فرهنګ او راتلونکو ټولټاکنو ته زيان او ضرر ونه
رسيږي، نو په لاندې توګه کلکې غوښتنې لري :
• لومړئ بايد تخاطي يا تېروتنه تعريف شي، چې څه ته وايي؟
• اصلي تخاطۍ يا تېروتنې څوک کوي او د څوکالونو راپدېخوا د چا له خوا روانې دي؟
• د ژوندون ټلوېزيون په وړاندې ترسره شوې بېړنۍ غيرعادلانه پرېکړه بېرته واخلي.
• ټولې هغه رسنۍ او ډلې ټپلې چې د اساسي قانون خلاف ددې هېواد تاريخي ،
ملي ترمينالوژي ترپښو لاندې کوي، بايد د قانون له مخې سخت مجازات شي.
بناً دخوست مدني ټولنې، خبريالان، قومي مشران او ديني عالمان له ټولو
هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د دغه توطيه ګرپلان او حالت په وړاندې په ټول
قوت سره راووځي او هېچا ته ددې اجازه ورنه کړي، چې پدغه هېواد کې استخدام
شوي کړۍ د رښتينو رسنيو او شخصيتونو په وړاندې په خپلو شومو هدفونو کې
رسوا او بدنام شي.په درنښت