کور / تازه خبرونه / هېګل: د حقاني شبکې له فعالیتونو اندیښمن یو

هېګل: د حقاني شبکې له فعالیتونو اندیښمن یو

اسلام اباد: دبي بي سي دخبر له مخې د امریکا دفاع وزیر چک هېگل د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په خبرو کې د “پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکي” او نورو وسله والو ډلو په فعالیتونو اندېښنې شریکې کړې.اسلام اباد کې د امریکا سفارت وویل چک هېګل ټینګار وکړ چې ۲۰۱۴م کال کې افغانستان څخه د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو د وتو وخت نږدې کېږي نو امریکا او ایتلافي ځواکونه به وسله والو ته په سیمه کې د بې ثباتۍ اجازه ورنه کړي.د متحدو ايالاتو د دفاع وزير له کابله اسلام اباد ته په يو ورځني سفر تللی و چې هلته یې لومړی له لومړي وزير نواز شريف سره ولیدل.نوموړي د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه اصف او د پوځ نوي مشر کلېکاږل جنرال راحیل شریف سره په غونډو کې له افغانستان څخه د وتو د لارې په پرانیستې پاتې کېدو ټنګار وکړ.پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي چې د امريکا د دفاع وزير له اسلام اباد سره د لا ډيرو پوځي مرستو يادونه کړې ده.د دوشنبه په ورځ ( د دسمبر ٩) له لومړي وزیر نواز شریف سره ليدنه کې دواړو مشرانو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر بريدونو او د افغانستان په تړاو د اسلام اباد پر رول خبرې وکړې.دا په نژدې څلورو کلونو کې اسلام اباد ته د امريکا د دفاع د وزير لومړنى سفر دى.اسلام اباد له واشنگټنه په پرله پسې توگه د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو ختمېده غواړي.د رسنيو له رپوټونو سره سم د امريکا د دفاع وزير د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ته ويلي دي چې گواکې افغانستان له خپل گاونډي هېواد افغانستان سره ډير داسې څه لري چې د دواړو گټې په کې خوندي دي.پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي چې د امريکا د دفاع وزير له اسلام اباد سره د لا ډيرو پوځي مرستو يادونه کړې ده.د ښاغلي هېگل دا سفر په داسې وخت کې کيږي چې د ناټو لپاره د تورخم اکمالاتي لار د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت له خوا تړل شوې.هغوى وايي چې د بې پېلوټه الوتکو له بريدونو د احتجاج په توگه دا کار کوي.