کور / تازه خبرونه / افغان دولت باید د تړون په اړه پر ایران هم شرایط کښېږدي

افغان دولت باید د تړون په اړه پر ایران هم شرایط کښېږدي

د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې تهران ته د جمهور رییس حامد کرزی د سفر په اړه تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي که څه هم افغان چارواکو ویلي و چې؛ په دې سفر کې به له امریکا سره د امنیتي تړون مساله نه یادیږي، خو ایرانیو چارواکو بیا هم دا مساله راپورته کړه.

په مطلب کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ابراهیم رحیم پور څرګندونې راخیستل شوي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ یې د امنیتي تړون مخالفت کړی او هغه یې په اوږده وخت د افغانستان د ملي ګټو پرخلاف هم بللی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې دا مساله څیړلې ده.

په سرمقالې کې راغلي ایران په داسې حال کې له امریکا سره د افغانستان د تړون مخالفت کوي چې؛ خپله یې تل له افغانستان سره دښمنانه چلند کړی دی.

هېواد لیکلي، ایران چې اوس غواړي له افغانستان سره د اوږدمهالو همکاریو تړون رامنځ ته کړي دا کار هم د امریکا پر ضد کوي.

ورځپاڼې لیکي:

د همکاریو د تړون د لاسلیک کولو پرسرباید افغان دولت پر ایران هم دا شرایط کیږدي، چې د افغانستان په چارو کې به لاس وهنه نه کوي او د وسلوالو مخالفینو ملاتړ دې نه کوي.

په سرمقالې کې راغلي افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د دې حق لري چې؛ هم له امریکا سره او هم له ایران سره د اوږد مهالو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې ایران ته د ولسمشرحامد کرزی وروستی سفر څیړلی دی.

د مطلب په غټ سرلیک کې د جمهور رییس د ویاند ایمل فیضي خبره راخیستل شوي چې؛ له ایران سره به د همکاریو په تړون کې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي مسایل شامل وي.

ویسا لیکلي، په دې سفر کې ایرانیو چارواکو افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې؛ هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په افغانستان کې د ښځو ستونزې څیړلي دي.

په سرمقالې کې راغلي د افغان میرمنو د ژوند د وضعیت په اړه یو کس هغه وخت لا ډير ودردیږي چې؛ د دوی په اړه څیړنیز سازمانونه خپلې احصایې خپرې کړي.

ورځپاڼې د یونسف هغه راپورته اشاره کړې چې وايي، اوس هم په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د ماشوم زیږونې له وجې مري.

محور لیکي:

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د روغتیا له سکتور سره پریمانه مرستې شوي، خو په روغتیايي خدمتونو کې هغسې چې لازمه ده ښه والی نه دی راغلی.

ورځپاڼې د میندو په مړینه کې ځیني کورنۍ هم ګرمې بللي او لیکلي یې دي، اوس هم ځینې کورنۍ د ماشوم د زیږیدنې په مهال میندې روغتون ته نه بیايي چې؛ بالاخره یې د مرګ سبب شي.

په سرمقالې کې راغلي، کورنۍ باید نجونو ته د تعلیم حق ورکړي ترڅو هغوي خپل حقوق وپیژني او روغتیايي او ټولنیزې ستونزې یې هم راکمې شي.