د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون دلاسلیک کېدو پر سر په روانو لانجو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
محور:
محور ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي؛ امریکا د صفر انتخاب نه شي لرلای ځکه چې امنیتي تړون په اصولو کې افغانستان منلی دی.
ورځپاڼې لیکلي، اوس امریکا یوازې دوه انتخابه لري یو دا چې له افغانستان سره د امنیتي تړون لاسلیک کول راتلونکي ولسمشر ته وځنډوي او یا هم د ولسمشر حامد کرزي شرایط ومني.
په مطلب کې راغلي، چې اکثره لویدیز کار پوهان هم په دې نظر دي چې؛ امریکا د ټولو ځواکونو ویستل نه غواړي او د مرستو د بندولو خبره یوازې پر ولسمشر کرزي د فشارونو راوستلو لپاره کوي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې؛ ځینې امریکايي چارواکي وايي، امنیتي تړون دې ولسمشر پر ځای د بهرنیو چارو یا د فاع وزیر لاسلیک کړي.
د مقالې په یوې برخې کې راغلي، اختر پټ میړه نه دی چې تیر شي. د مقالې په دوام کې راغلي امنیتي تړون دومره اسانه او ساده خبره نه ده چې؛ پټ یا په فشار لاسلیک کړای شي.
ویسا په یوه بل مطلب کې په دې اړه د جمهور رییس حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي خبره راخیستې؛ چې ویلي یې دي، یوازې ولسمشر د دې تړون د لاسلیک کېدو صلاحیت لري.
هېواد:
د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک هم دی ؛ “له امریکا سره امنیتي تړون له ولسمشر پرته بل څوک نه شي لاسلیک کولای”.
په سرمقالې کې راغلي د دې تړون د ژر لاسلیک کېدو په اړه د امریکايي چارواکو دریځ ورو ورو نرمیږي.
هیواد ورځپاڼې لیکلي، امریکايي چارواکو لومړی خبرداری ورکړی و چې؛ که دا تړون ژر لاسلیک نه شي؛ نو خپل ټول ځواکونه به افغانستانه وباسي، خو اوس یې یوه سناتور ویلي؛ امریکا باید انتظار وکړي چې؛ د افغانستان راتلونکی ولسمشر دا تړون لاسلیک کړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله د ولسمشر کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه لیکلي چې؛ ویلي یې دي، ځینې رسنۍ ملي یووالی زیامنوي.
ملي ارمان لیکلي، نن په افغانستان کې د بیان ازادي د یوه لوی ارزښت په توګه وده کړې خو له دې ازادي څخه باید ناوړه استفاده ونشي.
ملي ارمان لیکلي ولسمشر باید عمل وکړي او د هغو کسانو او رسنیو مخه ونیسي چې؛ د افغانستان د قوانینو پرخلاف خپرونې کوي.
په سرمقالې کې راغلي، رسنۍ باید خپل وطني او دیني رسالت ادا کړي او د هېواد په روانو حساسو شرایطو کې قومي مسایلو ته لمن ونه وهي.