د مشرف له خوا د ليري كړل سوو قاضيانو په ملاتړ د پاكستان په كراچي ښار كي يوه ستره مظاهره پيل سوه.
دې مظاهرې ته د جنوبي پښتونخوا كوټي څخه هم په زرونو كسانو مخ پر كراچي حركت پيل كړى دئ.
مظاهره چيان چي د پاكستان د سياسي ګوندونو په په زرونو كسان يې هم ملګري دي، د قاضي القضات افتخار محمد چوهدري او نورو قاضيانو چي مشرف له مياشتو راهيسي ګوښه كړي دي، د بيرته برحاله كېدو غوښتنه كوي.
په كراچي كي د پاكستان د قايد محمدعلي جناح زيارت ته څرمه په زرونو كسان را غونډ دي او د جنرال مشرف پر ضد شعارونه وركوي.
غونډي ته د جماعت اسلامي د ګوند يوه مشر سيد منور حسن د وينا پر وخت ږغ وكړ، چي پارلمان دي مشرف له دندي ګوښه كړي او و دي وښيي چي د ۱۶۰ ميليونه ولس د رايو درناوى كوي او كه د مشرف طرف نيسي.