په خارج کې د زده کړو لپاره ترټولو لومړی شرط د انګلېسې ژبې سند درلودل دې. تر ټولو د مخه باید د انګلېسې ژبې منل شوي نړیوال سندونو (IELTS/TOEFL) څخه يو ترلاسه کړو، د دواړو یاد شوو سندونو لپاره په هر هیواد کې، درې څلور وارې په کال کې ازموینه اخیستل کېږې. ازموېنه کې د انګلېسې د اورېدلو او مطلب اخېستلو، د لوستلو ، د لیکلو او ګرامر برخو ته ځای ورکړل شوی وې.
تاسې کولای شئ چې د یاد شوو ازموېنو په باره کې د لا زېاتو مالوماتو (د ازموینې فېس، ځای، نېټه او ځانګړی لارښود) لپاره لاندې ادرسونه وڅارئ.
http://www.ielts.org/
http://www.ets.org
عموماً د لوړو زده کړو لپاره درې ډوله بورسونه موندلای شو
۱ـ نړیوال پوهنتونونه د خپلې کلنۍ بودېجې او نورو خیرېه مرستو له لارې بورسونه آماده کوي او نړۍ د هرې برخې نه ورته ممتاز او مالې ستونزه لرونکي محصلین انتخابوي. دا ډول بورسونه عموماً د پوهنتونو په وېبپاڼو کې اعلانېږې.
۲ـ د نړیوالې خیریه ټولنې شاته پاتو او جنګ ځپلو هیوادونو کې میشت محصلینو د لوړو زده کړو لپاره بورسونه آماده کوې. دغه ټولنې یاد بورسونو لپاره چاڼېزې مرحلې په لاره اچوې او وروسته د اوږدو مرحلو مالې بې وزله خو ممتاز او لرلېد لرونکې محصلېن انتخابوې. دا ډول بورسونه عموماً د خیریه ټولنو په وېبپاڼو او ورته نورو خبرې کانالونو کې اعلانېږې.
۳ـ په هیواد کې د موجودو نړیوال هیوادونو سفارتونه زمونږ سره د دوامدارې ملګرتیا، همکارۍ او مسلکې ظرفیت لوړونې په نوم هر کال لسګونه بورسونه آماده کوي، یاد بورسونه اوږد مهاله پروسې لرې، د دغه پروسو په تیریدو وړ او ممتاز محصلېن بورسونو ته انتخابیږې. دا ډول بورسونه عموماً د اړوند سفارتونو په وېبپاڼو او ورته نورو خبرې کانالونو کې اعلانېږې.
( پورتنېو درې واړو ډولونو کې دانتخابیدو لپاره د پوهنتون، تخصص لپاره پلان او لرلید ډېر مهم او اړین وې.)
په بیرونې هیوادونو کې د پوهنتونو د داخلې پروسه د کال په هره میاشت کې دوام لرې او ځېنو کې د پروګرام شروع کیدو نه څو میاشتې مخکې دوام مومې ترڅو وکولای شې راتلونکې کال ته د اړوند پروګرام لپاره وړ محصلېن پوره کړې. د داخلې اعلان کې د هر پروګرام درسې پلان ، موضوع ګانې او نور کارې مشغولتیاوې تشریح شوې وې. مونږ او تاسې باید د خپلې خوښې درسې پروګرام ټول مالومات تر لاسه کړو، که نور مالوماتو ته اړتیا حس کړو، کولای شو د یاد پروګرام مسؤل کس، چې ټول ادرس يې د پروګرام د تشریح په آخر کې لیکل شوی وې، اړیکه ورسره ونیسو او مالومات ترې وغواړو.
د پروګرام په خوښولو کې باید لاندې ټکې په پام کې ونیسو.
۱ـ یاد درسې پروګرام په کومه ژبه تدریس کېږې.
۲- یاد درسې پروګرام مو دخپل علمې مسلک او عملې وظیفې سره څومره تړاو لرې.
۳- یاد درسې پروګرام د څېړنې دوره لرې او که نه، که لرې يې نو څنګه يې پلان کولای شم.
۴- څېړنه به مې په څه وې، څنګه به څېړنه کوم، دڅېړنې لپاره به مالومات له کومې مرجعې اخلم، دڅېړنې لاسته راوړنې به مې څه وې.
وروسته د درسې پروګرام انتخاب نه د داخلې فورمې سربېره نور کوم کوم اسناد غوښتل شوې، ټول اسناد لست وار ترتیب کړو او یوه دوسیه کې بندولو نه وروسته یې د پوهنتون په ادرس ولېږو. (که څه هم اوس ځېنې پوهنتونونه ټول اسناد سافټ کاپې د بریښنا لیک له لېارې منې خو ډیری پوهنتونونه تراوسه د پوست له لارې د داخلې اسناد غواړې).
وروسته له دې چې تاسې خپل اسناد ولیږی، د پوهنتون د داخلې ریاست او د ستاسې خوښ کړې پروګرام مسلکې کسانو نه په ګډه یو هیئت ټاکل کیږې او د ستاسې ټولو غوښتنلیکونه څیړې. وروسته د څيړنې دوی خپل درسې پروګرام لپاره ټاکل شوی عدد نهایې کوي چې تاسې يې هم د انتخاب برخه ګرځېدای شئ.
د پوهنتون د داخلې پروسې ترڅنګ مو دې ته دمالې مدرک (سکالرشپ) پروسه موازې روانه وې، د دواړو پروسو په تعقیبولو کې لوړې حوصلې او پراخې منډې ترړې ته ضرورت پېښېږې خو کامیابې تل د هاغو په نصیب کېږې څوک چې د دغه دواړو لنډمهاله خنډونو مقابله وکړې.
اوس نو تاسې سره، خارج کې د لوړو زده کړو عمومې تجربه شوی لارښود په لاس کې ده، بس! بسم الله کړئ؛ خپله هم کوښښ پرې شروع کړئ او ملګرې مو هم ترې خبر کړئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه