د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۳۵۹ بې وزلو کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ نن د لغمان والي او د کار و ټولنیزو د وزیرې په لاسونو پیل شوه.
د افغانستان د ټولنیز خوندیتوب پروګرام له لارې چې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت پر مټ پیل شوی نن د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په هغه ۱۳۶ کلیو کې چې له وړاندې یې سروې شوې وه د څه د پاسه ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي مرسته په ذکر شویو کورنیو نن د ډاکتر فضل الله مجددي او د یاد وزارت د وزیرې اغلې امنه افضلي له خوا وویشل شوه.
دغه نغدي مرسته د هغه بې وزله کورنیو سره چې د ماشومانو عمرونه یې له پنځو کالو څخه ښکته ول، د هغوی تعداد ته په کتو سره له ۲۵۰۰ څخه نیولې تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې وه، تر څو د کوچنیانو په تغذیه او د ښوونځي د وسایلو په سمبالښت کې ورڅخه ګټه واخلي چې له دې مرستې به نیږدې ۴۵۰۰ ماشومان برخمن شي.
هغه غونډه چې په همدې موخه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د یاد وزارت څخه راغلي پلاوي، د لغمان ولایت د ملکي ادارو رئيسانو، د قرغیو ولسوالۍ د قومي او انکشافي شوراګانو رئیسانو او غړیو او مرسته کیدونکیو بې وزله کورنیو ګډون درلود.
په غونډه کې لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي، د کار او ټولنیزو چارو رئيس سید عبدالبصیر هاشمي، د ولایتي شورا رئيس قاري میر حاتم تره خیل، زیفونون صافي او د قرغیو ولسوال په خپل وار سره خبرې وکړې او په لغمان کې یې د دغه پروګرام په اړه خپل مالومات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
اغلې امنې افضلي په خپل وار سره د یاد پروګرام او ځینو نورو برنامو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د یادوو دوو وړاندیزونو په برخه کې به په راتلونکي کې کال کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.