کندهار افغانستان – نن په کندهار ولايت کي د ايچ آی وي يا ايډز نړيواله ورځ ولمانځل سوه او پر مهال يې په دغه ولايت کي د ايډز د ١٢ پېښو د ثبت خبر ورکړل سو.
په کندهار ولايت کي د ايچ ای وي يا ايډز نړيواله ورځ د دغه ولايت د عامي روغتيا رياست د مسوولينو، دولتي رئيسانو او يو شمېر صحي کارکوونکو او ډاکټرانو لخوا په عامي روغتيا رياست کي ولمانځل سوه.
د عامي روغتيا د رياست مسوولينو او صحي کارکوونکو د ايډز د نړيوالي ورځي په لمانځنغونډه کي وويل، چي دغه ناوړه ناروغي د نشه يي توکو د استعمال، نامشروع اړيکو او د چټلو وينو سره د تماس پر مهال رامنځته کېږي خو اوسمهال زيات شمېر ثبت سوي پېښي د نشه يي پېچکاريو د لګولو پر مهال رامنځته سوي دي.
هغوی همدارنګه وويل، د نامشروعه اړيکو او د نشه يي پېچکاريو د استعمال له امله په کندهار ولايت کي د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کي ٣٤ پېښې ثبت سوي دي او اوسم هم په دغه ولايت کي د ايډز د زياتو پېښو د رامنځته کېدو وېره سته.
د غونډي برخه والو دغه راز د ايډز د ناروغۍ پر مخنيوي ټينګار وکړ او خلکو ته يې د مخنيوي په توګه وويل، د نشه يي توکو استعمال نه يوازي اسلامي او مالي زيان دی بلکي خلک د نورو ناروغيو تر څنګ په دغه ناوړه ناروغي هم اخته کوي چي ورسره سم د خلکو د شرمندګۍ باعث ګرځي نو د مخنيوي لپاره يې بايد تر وس زياتي هڅي تر سره سي.
دا په داسي حال کي ده چي د روان ميلادي کال په اوږدو کي په افغانستان کي ټولټال ۱۶۲ د HIV يا ايډز پېښي ثبت سوي دي چي د نورو کلونو په پرتله يې شمېر زيات سوی دی.