کور / تازه خبرونه / د جامع عمر چاري د فني پرسونل کمښت ټکنۍ کړي دي

د جامع عمر چاري د فني پرسونل کمښت ټکنۍ کړي دي

کندهار افغانستان- کندهار والي نن جامع عمر د جوړېدو د چارو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د فني پرسونل کمښت يې د جامع د چارو د ټکنۍ کېدلو د اصلي لامل په توګه ياد کړ.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کي د دغه لويي جامع د جوړېدو د چارو ځنډ د فني پرسونل کمښت وباله، او زياته يې کړه چي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رئيس جمهور په خاصي پېرزويني او پاملرني سره د يادي جامع د جوړولو لپاره په کافي اندازه پيسې لري خو د فني پرسونل کمښت يې د جوړېدو چاري له ځنډ سره مخ کړي دي.
ښاغلي ويسا همدارنګه وويل، په کندهار کي لوي جامع جوړېدل د دغه ولايت د خلکو خاصه غوښتنه ده او د جوړېدو چاري يې بايد ژر تر ژره بشپړي سي ترڅو په يوه وخت په زرهاوو مسلمانانو ته د لمونځ ادا کولو زمينه برابره سي.
نوموړي دا هم وويل چي د جامع د جوړېدو چاري يې تر ډيره بشپړي سوي دي او پاته په کمه اندازه د جوړېدو چاري به يې هم ډېر ژر بشپړي سي.