کور / تازه خبرونه / کابل ته د پاکستان د صدراعظم دا سفر له پخوانیو توپیر لري

کابل ته د پاکستان د صدراعظم دا سفر له پخوانیو توپیر لري

په کابل کې نننیو خپرو شویو ورځپاڼو خپل ډیر مطالب کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر او د افغانستان او امریکا امنیتي تړون ته ځانګړي کړي دي.

ملی ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼه یوه مطلب کې په افغانستان کې د مجاهدینو او طالبانو په رامنځ ته کېدو کې د پاکستان او نواز شریف لاس لرل او کړنې څیړي او لیکي چې، پاکستان سره به افغانستان هیڅکله د سولې خبرو کې یوې نتیجې ته ونه رسیږي.

انیس اوهېواد:

د انیس او هېواد دولتي ورځپاڼو په داسې حال چې کابل ته یې د نواز شریف پر سفر تبصره کړې؛ خو د هېواد ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د طالب مشر ملابرادر سره د افغان چارواکو او د سولې د شورا د مشرانو نه مخامخ کېدو ته په اشاره د سولې په خبرو کې د پاکستان ریښتینې همکاری په اړه شک ښودلی او لیکلي چې، پاکستان د دې همکاری په اړه تیاري ښودلې وه؛ خو داسې کوم څه څرک نه لګیږي.

محور:

د محور سرمقاله لیکونکی بیا په دې باور دی چې؛ کابل ته د پاکستان د صدراعظم دا سفر له پخوانیو توپیر لري؛ ځکه چې نن به افغان چارواکي یوازې له پاکستاني لوري سره خبرې کوي.

لیکوال دغه خبرې بریالۍ ګڼي او دلیل یې هم دا راولي چې ګنې دغه خبرې به د بهرنیانو له لاسوهنو پرته تر سره شي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ په داسې حال کې چې له امریکې سره د امنیتي تړون پر سر خبرې روانې وې؛ خو د مشورتي لویې جرګې په لومړی ورځ امریکایي ځواکونو د ننګرهار په بټي کوټ کې او وروسته ترهغې په غزني او هلمند کې په شپې چاپو او بمباریو کې بیګناه افغانان ووژل.

سرمقاله لیکونکي وروسته لیکلي چې؛ یو شمېر د نظر خاوندان له ولسمشر نه غواړي چې؛ ژر تر ژره دې دغه سند لاسلیک کړي؛ که نه امریکا به له افغانستانه د ټولو پوځيانو د وتلو تصمیم ونیسي.

سرمقاله لیکونکی پوښتنه کوي چې؛ ولې د دغه دریځ خاوندان لږتر لږه دغه نغد جنایت له پامه غورځوي. دوی ته د امریکا پوځي حضور ولې د افغانانو د بې ګناه مرګ ژوبلې پر بیه هم منظور دی؟

ملي باور:

د ملي باور ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې پر همدې مسالې تبصره کړې او لیکي چې، د کرزي ټینګار، د امریکا هوایي بمبار او د مشورتي جرګې د مشر دریځ خلکو سره پوښتنې را منځ ته کړي.

لیکوال په دې باور دی چې؛ ولسمشر نه غواړي خپل ولس ته ځان پړ وښیي او د خپلې واکنمۍ په وروستیو کې غواړي ثابته کړي چې؛ د خپل ولس مدافع دی.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې بیا ټینګار کړی چې؛ امریکا دې د افغانستان شرطونه ومني؛ د سرنوشت سرمقاله لیکونکی په دې باور دی چې؛ که امریکا داسې ونه کړي؛ نو بیا په دا خپله امریکا لپاره بدې پایلې ولري او په سیمه او افغانستان کې به یې ګټې له جدي ګواښ سره مخ وي.