په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه نور ژوندي نیول شوي .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،نرخ،جغتو او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه ترسره شوي،څلور وسله وال طالبان وژل شوي،درې ټپیان دي او دوو شکمنو کسانو په ګډون پنځه تنه ژوندي
د معلوماتو له مخې: د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې امنیتي ځواکونو د ځانمرګو بریدونو طرحه کوونکي ( ملاشفیق ) د نیولو یا وژلو په موخه تېره شبه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د نوموړی ورور او یو ساتونکی وژل شوي،خو خپله د ملاشفیق په اړه دقیق معلومات نشته،
همدا راز امنیتي ځواکونو د مرکز میدان ښار په خروټي او دراحي سیمه کې سیمو کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه لوړ پوړي قوماندان د خپل ملګري سره یو ځای ژوندي ونیول شول او همدا راز درې شکمن کسان هم نیول شوي دي.
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ په هفت اسیاب سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې دوه موټر سایکل سپاره وسله وال طالبان یې په ترڅ کې وژل شوي دي،همدا راز د جغتو ولسوالۍ په کلان ده سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
د يادوني وړ ده چي د حکومت د دې ادعاوو په اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي