کور / تازه خبرونه / يوشمېر زده کوونکو د وردګو والي سره وليدل

يوشمېر زده کوونکو د وردګو والي سره وليدل

د بهسودینو ولسوالیو زده کوونکو د یو شمیر مشرانو په ملیتا د میدان وردګو والي سره د یو شمیر ستونزو د حل په موخه لیده کاته وکړ .
د میدان وردګو ولایت د لومړۍ بهسودو او دویم بهسودو ولسوالیو زده کوونکو په مشرانو جرګه او ولایتي شورا کې د دغه ولایت له والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره په یادو ولسوالیو کې د یو شمیر ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه . دغه زده کوونکو وویل : د دوی په ولسوالیو کې په یو شمیر سیمو کې سړکونه تخریب شوي،روغتیایي سهولتونو کې ستونزې شتون لري او همدا راز د کانکور د ازموینې د اخیستلو پرمهال یې هم ځینو ستونزو ته ګوته ونیوله.
دوی د یادو ستونزو د حل په موخه د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیآڼي څخه د مرستې غوښتنه وکړه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د زده کوونکو د ستونزو د حل په موخه د عامې روغتیا،پوهنې او فوائد عامې مسؤلین یادو ستونزو ته د ځواب ویلو په موخه راوبلل،چې مسؤلینو د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د میدان وردګو والي له یادو زدکړیالانو څخه وغوښتل،چې خپلې ستونزې یو ځل بیا تعقیب کړي او که کومه ستونزه ولري نو باید یو ځل بیا ورته ناسته سره ترسره او ستونزو ته د حل لارې چارې په ښه توګه برابري کړو.
ده له نورو ځوانانو څخه هم غوښتنه وکړه،چې د خپلې سیمې د ستونزو د حل په موخه باید له اړونده مسؤلینو څخه غوښتنې کړي،ترڅو د ستونزو مخنیوی وشي