کور / تازه خبرونه / پاکستان درې نور افغان طالبان خوشي کړي دي

پاکستان درې نور افغان طالبان خوشي کړي دي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې پاکستان درې نور افغان طالبان خوشي کړي دي يوه پاکستاني چارواکي وويل چې دا کسان يې د افغانستان د سولې د عالي شورا په غوښتنه خوشي کړي دي. طالب سرچينو هم د دغو کسانو د خوشي کېدو خبرو منلې ده. يوه طالب د دغو درو طالبانو خوشي کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې دوى اوس له خپلو کورنيو سره يو ځاى شوي دا درې کسان مهم بلل شوي دي. په دوى کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر يو سلاکار ملا عبدالاحد جهانگيروال هم شامل دى. بل کس يې د هلمند په ولايت کې د طالبانو د پېر والي ملا عبدالمنان دى.د دريم کس په باب ويل شوي چې په کابل کې د طالبانو پوځي قومندان و او ملا يونس نومېده.