کور / تازه خبرونه / نورستان : ۶ زره ماشومان د پولیو واکسین څخه بي برخي دي

نورستان : ۶ زره ماشومان د پولیو واکسین څخه بي برخي دي

په نورستان کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزن پر ضد واکسین د تطبیق درې ورځنۍ کمپاین پیل شو ،د یاد ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي ،چې د پولیو د واکسینو په روان کمپاین کې به هغه ۳۹ زره ماشومان واکسین شي، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو لږ وي.
د نورستان په مرکز، ولسوالیو او اړوندو سیمو کې د نږدې ۳۴۴ واکسیناتورانو او رضاء کارانو له خوا هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، د پولیو یا ګوزڼ پر ضد د واکسین درې ورځنۍ کمپاین پیل شو، د واکسین د کمپاین کسان کلي په کلي او کور په کور ګرځي او ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکوی، تر څو د دې وقایوي عمل په کولو سره ماشومان دې ګوزڼ ناروغۍ له کبله د مړینې یا دایمي معیوبیت څخه وژغورل شي.
خو د نورستان په کامدیش او برګمټال ولسوالیو ځینو سیمو کښي پولیو واکسین ناشوني دي د نورستان د عامي روغتیا ریس ډاکټر اسماعیل ستانکزي نن د پولیو د واکیسنو د پرانستو په مراسمو کښي وویل چي د دغو دوه ولسوالیو په ځینو برخو کي پولیو واکسینو مخه د نا څرګندو وسلوالو له لوري نیول کیږي

ستانکزۍ یادونه کوي چي د کامدیش او برګمټال قومي مشران هم ورسره د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کښي همکاري نه کوي

بل پلو د نورستان مستیال والي له وسلوالو او همدارنګه د کامدیش او برګمټال له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چي د پولیو د واکسینو د تطبیق په برخه کښي ورسره مرسته وکړي نوموړي وايي چي پولیو واکسین یوه ملي پروسه ده چي په کولو سره به يي ډیره کم عمره ماشومان له دایمي فلج څخه وژغورل شي

همدارنګه په نورستان کښي د پولیو د تطبیق پروګرام ولایتي مسول ډاکټر رضوان وايي چي په کامدیش او برګمټال کي به شاوخوا ۶ زره کم عمره ملشومان د پولیو د واکسینو له تطبیق څخه پاتي شي نوموړي وايي چي په سیمه کښي یو شمیر وسلوال ددي کمپاین مخه نیسي او وايي چي دوي د طالبانو غړیتوب لري

خو بل پلو بیا د طالبانو ویاند زبیخ الله مجاهد وايي چي دوي د پولیو د واکسینو د تطبیق پوره ملاتړ کوي او په سیمه کښي به چاته اجازه ورنه کړي چي ددي کمپاین مخه ونیسي نوموړي وايي چي په کامدیش او برګمټال کښي د پولیو د واکیسناتورانو ډلي کولي شي په ډاډه زړه کامدیش او برګمټال ته ولاړ شي او هلته واکسین تطبیق کړي

د روغتیا پالانو په وینا پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده، چې د هر عمر لرونکي کسان پرې مبتلا کیدای شي، خو زیاتره هغه ماشومان پرې اخته کیږي، چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، یاده ناروغي د اخته کس د مړینې او یا دایمي معیوبیت لامل کیږي.

روغتیا پالان وايي، چې د ګوزڼ مرض ځانګړې درملنه نه لري، خو د روغتیا ساتنې ځني تدابیر او د یادو واکسینو تطبیق د ګوزڼ ناروغۍ د وقایې له پاره ګټور تمامیږي.