کور / تازه خبرونه / دا د اولسمشر حق دی چي تړون څه وخت لاسلیک کيي

دا د اولسمشر حق دی چي تړون څه وخت لاسلیک کيي

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپانو له امریکا سره د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کېدو او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د ملي شورا د ځینو غړیو له خولې لیکلي؛ دا د ولسمشر حق دی چې امنیتي تړون څه وخت لاسلیک کوي.

وړاندې په ورځپاڼه کې راغلي، جرګه یوازې د امنیتي تړون پر مادو د بحث لپاره رابلل شوې وه؛ نه د وخت په اړه.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د یوه ولسمشر له خولې دغه خبره خپل مفهوم لري؛ د یوه هېواد لومړی مقام په هېڅ ډول شرایطو کې په غلطۍ سره پرېکړه نه شي کولای.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر حامد کرزی ځکه د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کېدل ځنډوي، چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ده دګټو پرخلاف عمل ونه کړي.

د لیکوال په اند تریوه حده ښاغلي کرزی هم په حقه دی؛ ځکه په تېرو انتخاباتو کې امریکا د هغه په ګټه په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د سفیر له خولې لیکلي؛ د جرګې پرېکړې وښوده، چې افغانان له نړیوالو سره پیاوړې اړېکې غواړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې د مشورتي لویې جرګې په ورځو کې د افغان ځواکونو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې، کولای شي افغان ملي ځواکونه په خپل سر د افغانستان امنیت خوندي کړي.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ د امنیتي تړون تایید د ګاونډیو د خوښې خلاف دی او پوښتنه یې کړې پاکستان او ایران ولې له امنیتي تړون نه وېرېږي؟

وړاندې په مطلب کې راغلي جرګې ته له ایران مېشتو افغانانو څخه راغلو استازو ته ویل شوي؛ چې د جرګې خلاف رایه ورکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د وزیرانو شورا په پوره بریالیتوب سره د مشورتي لویې جرګې د سرته رسېدلو له امله ټول افغان ولس ته مبارکي وویله.

کابل:

کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کچې په لوړېدو اندېښنه ښکاره کړې او لیکنې یې پرې کړې دي.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ځینې ارقام خپاره کړي دي.

ورځپاڼه د کمېسیون د چارواکو له خولې لیکلي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ژبني تاوتریخوالي او سپکاوي ۹۷۶، د اقتصادي زور زیاتي چې هغوی ته پیسې نه ورکول کیږي؛ ۸۶۲ او د جنسي تیریو ۲۶۷ قضیې له دوی سره ثبت شوې دي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې نیوکه کړې او وړاندې لیکلي، د افغانو کورنیو ژوند د ارامۍ او هوساینې بنسټ له همدې ځایه پیلېږي چې؛ ډېری کورنۍ د خپلو زامنو لپاره څه غواړي او د لوڼو لپاره څه؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ترهغو چې دلته د شرم، افغانیت او غیرت له نورمونو سرچپه او ناوړه استفاده کیږي، احالت به همداسې دوام لري.