۲۰۱۴ شل اوریز نړیوال جام ته د کرکټ ملي لوبډلې د لارې موندنې له امله د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د مبارکۍ پیغام
خوښ یم،چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې وروسته له دې چې پنځوس اورېز نړیوال
جام ته یې لاره پیدا کړې وه،شل اوریز نړیوال جام ته چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې به په بنګلدېش هېواد کې ترسره شي لاره پیدا کړه.
زه د هېواد ټولو وګړو په ځانګړې ډول د هېواد کرکټ بورډ ادارې او ملي لوبډلې ته د دغه ستر ویاړ له امله مبارکي وایم،هیله لرم،چې په شل اوریز نړیوال جام کې هم د بریاوو دغه پرلپسې لړۍ جاري وساتي.
په رښتیا هم زموږ لوبغاړو د نړۍ په هر ځای کې زموږ د هېواد خوږ بېرغ همېشه ځلانده ساتلی او دغه افتخار یې د تل لپاره خپلو افغانانو ته ور په برخه کړی دی،دا چې دغه لوبغاړي مو دومره ویاړونه راوړي،پر ټولو مسؤلینو،سوداګرو او نورو مرستندویه ادارو غږ کوم،چې د خپلو افغاني لوبغاړو په ستایلو کې تر خپل بشپړ توانه پورې برخه واخلي.
یو ځل بیا د میدان وردګو ولایت د ولسونو او ولایتي ادارې په استازې د دغه سترې بریا له امله ټولو هېوادوالو،د کرکټ مینوالو او په ځآنګړې ډول د کرکټ ملي لوبډلې ته وایم.
د یادونې وړده د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې دوه زره څوارلس نړیوال جام ته د لارې موندنې په سیالیو کې د اوو ترسره کړیو لوبو په ترڅ کې په شپږو بریاوو سره وکولای شول،چې دوه زره څوارلسم نړیوال جام ته لاره پیدا کړي