کور / تازه خبرونه / جان کيري د امنیتي تړون د ځنډولو مخالفت کيي

جان کيري د امنیتي تړون د ځنډولو مخالفت کيي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې “جان کري د افغان حکومت له خوا د امنیتي تړون د ځنډولو مخالفت کوي” تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یې راغلي:

د امریکاد بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمعې په ورځ د افغانستان له جمهور رییس حامد کرزي سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې او د هغه د هغې پرېکړه په اړه یې خپله خواشیني څرګنده کړه؛ چې وایي، د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک کول به وځنډوي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې “جین ساکي” وویل چې؛ د امنیتي تړون ځنډول د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکو ته ګواښ دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې دا هم وویل چې؛ د امنیتي تړون نه لاسلیک کول به داسې پیغام ورکړيې چې؛ افغانستان له خپلو متحدانو او ملاتړو سره شراکت او ملګرتیا ته ژمن نه دی او په دې کار سره به دغه هېواد ته ټولې مالي او سیاسي مرستې له خطر سره مخامخ شي. د ساکي په وینا، له دې زیات د تړون ځنډول عملي او مناسب نه دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي؛ په روانې اوونۍ کي امریکا او افغانستان د امنیتي تړون پر موادو توافق ته ورسیدل او د دغه تړون له مخې به امریکایي عسکر له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي. خو جمهور رییس کرزي مشورتي لوي جرګې ته په وینا کې د قهر او احساساتو په لهجه کې وویل: “دوی یعنې امریکا پر ما او زه پر دوی باور نه لرم.”

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې دغه راز وویل؛ د جمهور رییس کرزي دې خبرو په واشنګټن او کابل دواړو کې چارواکي حیران کړل او د امریکا لپاره به ډېره سخته وي چې؛ په راتلونکي کال کې په افغانستان کې خپل عسکر وساتي.

هندوستان چاپ، ده سټيټسمن The Statesman ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې، د امریکا او پاکستان جګ پوړو دفاعې چارواکو د پنجشنبې او جمعې په ورځو په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزارت کې غونډه وکړه او سلا شول چې؛ د تروریزم پر ضد مبارزه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي او د افغانستان په اړه له همکارۍ اخوا به په راتلونکو کلونو کې خپل پوځي اړیکې هم لا غښتلې کړي.

ورځپاڼه لیکي، دا غونډه د دفاعي مشورتي ډلې له خوا چې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ رییس او مرستیال وزیر “جیمز میلر” او د پاکستان له لوري یې متقاعد “جنرال آصف یاسین ملک” مشري کوله، جوړه شوې وه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د پاکستان او امریکا د پوځي مشرانو په دې غونډه کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې؛ د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي اړیکو د لا پیاوړتیا ټينګار په کې شوی او په یوې برخه کې یې د افغانستان په اړه راغلي:

“په داسې حال کې چې امریکا او پاکستان دواړه له یوه باثباته او سوله ییز افغانستان سره لېوالیتا لري، متحده ایالات د پاکستان د هغو هلوځلو ملاتړ کوي چې؛ په افغانستان کې یې د سولې او پخلاینې لپاره پر مخ وړي؛ امریکا په عین حال کې په سیمه کي د خپل دخالت دوام ته ژمنه ده.”