کور / تازه خبرونه / د کرزي پرېکړه په افغانستان کي د امریکا ستون بې باوره کوي

د کرزي پرېکړه په افغانستان کي د امریکا ستون بې باوره کوي

زیات شمیر لویدیځو ورځپاڼو په کابل کي د مشورتې لوي جرګې او د جمهور رییس حامد کرزي د وینا په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړې دي.

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې اړه لیکلي؛ د افغانستان جمهور رییس په دې پریکړې سره چې د امنیتي تړون لاسلیک به وځنډوي، د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون له خطر سره مخامخوي. د ورځپاڼې په باور، د جمهور رییس کرزي دي حیرانوونکو او ناڅاپي خبرو د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون په اړه بې باوري زیاته کړې ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، دا هم معلومه نه ده چې د جمهور رییس کرزي وینا، پالیسي جوړونکې وه او که نور اهداف یې درلودل. خو که تړون لاسلیک نه شي افغانستان ته د متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو مرستې به هم له خطر سره مخامخ شي.

امریکا چاپ خپرونه ، فارین پالیسي په دي اړه لیکي، جمهور رییس کرزي یو ځل بیا د امریکا له پښو څخه ټغر کش کړ. د جمهور رییس کرزي دې پریکړې په افغانستان کې د امریکا ناڅرګنده راتلونکې نوره هم بې باوره کړه.

خپرونه د یوه امریکایي له خولې چې د نامه له ښودلو یې ډده کړي؛ لیکي، د افغانستان راتلونکي جمهور رییس ته د دغه تړون لاسلیک راجع کول عملي نه دی او دا ځکه چې هېڅ جمهور رییس نه غواړي د خپل کار لومړۍ ورځ له یوه بهرني هیواد سره د امینتي تړون په لاسلیک پیل کړي او خپله وطن دوستي د خلکو په نظر کې تر پوښتنې لاندي راولي.

فارین پالیسي لیکي، ځیني څیړونکي په دې باور دي چې؛ جمهور رییس کرزی غواړی په خپل دغه کار سره د افغانستان په تاریخ کې خپل ځای ډاډمن کړي او د خلکو په نظرونو کې مثبت شهرت پریږدي.

انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې هم د جمهور رییس کرزي د وینا په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

دا نه ده څرګنده چې جمهور رییس کرزی په خپلو دغو خبرو کې تر کومه حده جدي دی. ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل خبره راخیستي؛ چې وایي، د جمهور رییس کرزي دې خبرو د امریکا متحده ایالات له یوه ډیر سخت حالت سره مخامخ کړی دی.