کور / تازه خبرونه / ناپېژاندو وسله والو يو قومي مشر په نخښه کړى او ټپي کړى دئ

ناپېژاندو وسله والو يو قومي مشر په نخښه کړى او ټپي کړى دئ

تېره شپه نا پیژنده وسله والو کسانو د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې یو قومي مشر ملک حسن پخپل کور کې په ډزو سره ټپي کړ.
د معلوماتو له مخې ملک حسن چې په سیمه کې له مخورو کسانو څخه وو،تېره شپه یوولس بجې په کور یې د نامعلومو وسله والو کسانو له لورې برید شوی،چې نوموړي مقاومت وکړ،چې په ترڅ کې یاد قومي مشر ټپي شو.
ملک حسن چې د خپلې کورنۍ له لورې د درملنې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوی دی،کومه دولتي دنده یې نه درلوده.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه ځه نه دي ويلي.