په دا وروستیو کې د امنیتې تړون په اړه بحثونه ډیر تاوده شوي، ځینو فرصت طلبو له نوموړي موضوع څخه د خپلې انا او ذات ستونزه جوړه کړي او په ښکاره د خپل مظلوم ملت سترګو ته خاورې شیندي او کوښښ کوي چې د افغانستان سترې ملې ګټې د خپلو بادرانو په ګټه په افغانانو وتپي. دا یو تریخ حقیقت دی چې په افغانۍ ټولنه کې څه دپاسه نوي سلنه (۹۰ ٪) افغانان په یو نه یو ډول روانې ناروغۍ اخته دي، ددې ناروغانو ډیری برخه تعلیم یافته افغانان دي، ځکه چې دوي د خپلې پوهې د کچې له مخې ځانته او ټولنې ته نا اټکل شوي اندیښنې ګز او ګام کوي.
ویشلی دریځ :
په تیرو څه د پاسه لسو کلنو کې په وار وار افغانانو د ډیرو مهمو مسایلو په اړه په ویشلي دریځ د ملي یووالې سپیڅلی شعار تر سوال او برید لاندې راوستی دی، د ډیورند کرښه، د ژبو مسله، ملي قهرمان او ورته القابو او امتیازاتو ویش، د ولسمشر ناندریزو څرګندونو او بلاخره په وروستیو کې له امریکا سره د امنیتې تړون د لاسلیک په سر. په ډیرو ورته بحثونو کې د سیمې او نړۍ د استخباراتې کړیو د لاس لرلو امکان له نظره نشي غورځیدلی.
په دې ټولو ذکر شویو مسلو کې د افغانانو ویشلی دریځ د پوهو او ناپوهو کسانو ترمنځ د توپیر د څرګندوالې تر بریده دی، زمونږ ټولنیز برخورد ډیر په احساساتو او عاطفې ولاړ دی، زمونږ روڼ اندې اصلا (ړوند اندې) دي، د ارواپوهنې له نظره هر هغه تصمیم چې په غوسه او احساساتو کې ونیول شي، پایلې غلطې او د پیښمانې سبب ګرځي. له بده مرغه، سیاسې دریځونه مو هم د همدې ټولنیزې ارواېې ناروغۍ تر سیوري لاندې راغلي دي ـ حال دا چې سیاست له فرصتونو څخه معقولې ګټې ته ویل کیږي نه احساستي عکس العمل ته.
په حقیقت کې ، هیڅ افغان د افغانستان سره د دښمنې په نیت په مخالفت یا موافقت لاس نه پورې کوي، دا چې ددوي په مخالفت او یا موافقت کې د افغانستان ملي ګټو ته تاوان رسیږي دا اصلا ددوی د جهالت او سالانګارې پایله ګڼلي شو نه کوم قصدې عمل ، ښه دا سمه ده چې د سهوې او خطا تکرار ته قصدي یا عمدې عمل ویل کیږي، نو پردې بنسټ د ځینو افغانانو افغان ضده روحیه یو قصدي یا عمدي عمل ګڼلی شو.
د تړون په اړه موافق نظر:
د امنیتې تړون په اړه د موافقت برید په دې استدلال را مخته شوی چې ګواکې د امریکا اوږدمهاله شتون په افغانستان کې نه یواځې د افغانستان ملي ګټې خوندې کوي بلکي پاکستان او ایران ته هم تهدید ګڼل کیږي نو پردې اساس باید دا سند لاسلیک شي، که یوه لحظه دیته تم شو چې په ریښتا هم دا سند د افغانستان د ملي ګټو دخوندیتوب سبب ګرځي. نو ایا په تیره څه دپاسه یوه لسیزه کې موږ ټول افغاني ارزښتونه تر پښو لاندې نه کړل، ځانمرګې بریدونه، بې دریغه افغان وژنه، د موچې په تار د افغانانو حلالیدل، د حکومت د چوکیو او امتیازاتو په ویش او بیا په ټوله کې په افغان ملي اردو او ملي پولیسو او ملي امنیت کې د ملي مصلحت تر نامه لاندې د پښتنو استحصال ته لاره هوارول، د پښتنو د ځمکو لوټ تالان، په زرګونه پښتانه د طالب او القاعد په نامه په بندیخانو کې بې عزته کول ، په تیرې څه دپاسه یوه لسیزه کې د نړیوالو ځواکونو او افغان امنیتې ځواکونو په لاس ټول بندیان ( نهه نوي سلنه ۹۹٪) پښتانه بندیان شوي، د یوې ولسوالې د لنډغرو سرشاره حکومت په ټول مظلوم ملت او داسې نورې په سلګونه بدبختې د همدې لسیزې د سترو بدبختیو په سر کې راځي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا تړون به په ریښتیا دې پوښتنو او ستونزو ته ځواب ووایې ؟ د افغانانو اقتصادې بنسټ د تاریخ په اوږدو کې په لومړې ځل د جرمې اقتصاد ( د مخدره مواد د قاچاق او مافیا ) تر اغیز لاندې راغلي، مونږ د نړي په کچه په ټولو بدبختیو ( مخدره مواد ـ قاچاق، کرکیله او مافیا کې، بده حکومتواله کې، ادارې فساد کې، د مور او ماشوم مړینه کې، د تعلیم د کچې په ټیټوالې کې، د اردو او پولیسو له لیکو څخه د سربازانو په تیښته کې او داسې نورو بدبختیو کې ) لا هم لومړی مقام لرو. له تیر ې څه دپاسه یوي لسیزې را هیسې د نړیوالو ځواکونو شمیر له سل زره څخه اوښت، د هغوي مالې او نظامې مرستې هم څه کم یو تریلیون ته رسیږي خو بیا هم دې ټولو تدبیرونو او مرستو د افغانستان د بدبختیو ځواب ونه وایه، نو څنګه دا تمه کیدلي شي چې د امنیتې تړون په لاسلیک سره چې د نړیوالو ځواکونو شمیر به تر دیرش زره پورې را ښکته شي او کلنې مرسته به یې تر پنځه میلیارده محدوده شي، زمونږ د سترو ذکر شویو ستونزو ځواب ویلي شي ؟
د ایران او پاکستان دریځ:
پاتې شوه د ایران او پاکستان ستونزه ـ د نړیوالو ځواکونو د الوتکو او شوبلو تیل ټول د ایران له لارې افغانستان ته واردیږي او دارنګه پاتې ټول اړین لوژیستکې توکې ( غذاې مواد، شوبلې، موټر، سلا او مهمات ) یې د پاکستان له لارې افغانستان ته راوړل کیږي، نو کوم منطق دا مني چې د نړیوالو ځواکونو شتون په افغانستان کې ددې هیوادونو په تاوان دی، حال داچې همدا نړیوال ځواکونه د پاکستان او ایران په مټ، همکارې او مرسته افغانستان ته راغلل. د پرویزمشرف کتاب ( د اور په لیکه) د جیمز ډبینز کتاب ( له طالبانو وروسته په افغانستان کې دولت جوړونه ) د ګیرې شیرون کتاب ( CIA په پنجشیر کې ) او د احمدرشید دوه وروستې کتابونه ټول د ایران، پاکستان او د نړیوالو ځواکونو په تیره بیا له امریکا سره ددې هیوادونو د نژدې مرستې او همکاري په محور را څرخي ، اوس پوښتنه دا ده چې څنګه کیدای شي د افغانستان تاریخې دښمنان ( ایران او پاکستان ) دې د افغانستان له دایمې دوست ( امریکا ؟) سره دومره ستراتیژیکه مرسته او همکارې وکړي چې په افغانستان کې خپل دایمې یا اوږدمهاله شتون ته زمینه برابره کړي او بیا دې دا پوښتنه را ولاړه شي چې ایران او پاکستان په افغانستان کې د امریکا له شتون سره مخالف دي؟ په هندسه کې د فیثاغورس منل شوی قانون دلته تطبیق کیږي ـ الف = ب سره او ب = ج سره. نیتجه الف = له ج سره. د پاکستان په برخه کې دا صدق کوي ( امریکا او پاکستان له ۱۹۵۲ ز کال راهیسې ستراتیژیک ملګري دي) او د ایران په برخه کې هم دا صدق کوي په لږ توپیر . طالب د ایران سرسخته مخالف دی او طالب د امریکا سرسخته مخالف دی، نو بنا پردې امریکا او ایران په ګډه د طالب په مخالفت کې ولاړ او همکار دي. په رسمي توګه د پاکستان او ایران سفیرانو او د بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان او امریکا ترمنځ هر ډول تړون ددوه خپلواکو هیوادونو ترمنځ د تړون په توګه منلی دی.
د امریکا لوبه:
امریکا ته لازمې ده چې په سیمه کې د اوږد مهالې پاتې کیدا دپاره د چین او روسیي اندیښنو او نیوکو ته د ځواب دپاره د ترهګرو ډلو د شتون او د طالب مقاومت په اړه ځینې ویرونکې شواهد برابر کړي تر څو د همدې ویرې په اساس چین او روسیه په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله پاتې کیدا ته زړه ښه کړي. ددې کار دپاره له امریکا سره پاکستان او ایران ښه په سپین سترګې مرسته کوي، ایران له خپل ازلي دښمن طالب ( سخت دریځه سنې ډلې ) سره د جګړې د پیاوړتیا دپاره لستونې بډ وهلي او پاکستان د خپل سر په قیمت افغاني طالبانو ته پخپله خاوره کې ټولې اسانتیاوي برابرې کړي دي، تر څو په دې توګه د امریکا د نژدې ستراتیژیک ملاتړي په توګه په سیمه کې خپلې ګډې ګټې خوندې کړي.
په هر صورت، لکه څنګه چې مو په پیل کې وویل چې ځینې فرصت طلبه په دې ټولو حقیقتونو سترګې پټوي او د ګټو سراب ته یې سترګې برندې برندې ختلي او غواړي نور افغانان هم په ځان پسې کړي. د امریکا سره د تړون ځینې خواخوږي دا خبره کوي چې د غلام له غلامې د بادار غلامې ښه ده ؟؟ که داسې وای نو بیا خو د روس سره د جوړ جاړی؟؟ او د ډاکتر نجیب سره د ملي پخلاینې په وړاندې مقاومت او جهاد ( دوه میلیونه شهیدان ، کونډې یتیمان ) په سیند لاهو شوي!!
د تړون مخالفه ډله :
بله ډله له امنیتې تړون سره د مخالفت ډله ده، دا ډله هم پرته له دې چې د ګران هیواد د شته ستونزو دپاره کومه افغانۍ د حل لاره په ګوته کړي او یا هم په تیره څه دپاسه یوه لسیزه کې یې چاره کړي وای ، په نا معقوله توګه د تړون مخالفت کوي. په دوزره یو کې د امریکا راتګ افغانستان ته له ځآنه سره دا ویره یوځای کړي وه چې د امریکا وتل به د افغانانو له وسه بهر وي. په ۲۰۰۳ کې د طالب مقاومت را برسیره کیدل او د پاکستان او ایران د امریکا په شتون کې نیغه مداخله باید له نظره نه وای غورځول شوي، له پیله باید د امریکا وتلو او د افغانانو ترمنځ د سولې د رامنځته کولو د پاره هلې ځلې پیل شوي وای. د امریکا د تړون مخالفې ډلې کولای شوای د سیاسي او مدنې فشارونو په پایله کې امریکا او سیمه دیته اړ کړي وای چې د ترهګرې په وړاندې جګړې دې د افغانستان تر پولو پورې نه محدوده کیږي، پښتون وژنه ته دې د ترهګرو وژلو نوم نه ورکول کیږي او په افغانستان کې دې د ولسواکۍ او ازاد بازار تر نامه لاندې ټولنیزو ناخوالو او بدبختیو ته لاره نه برابریږي. پوښتنه ـ اوس اوبه له ورخه اوښتي او که لا هم فرصت په لاس کې لرو؟
د حل لاره ـ
په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله یا لنډ مهاله شتون په هیڅ صورت نشي کولای د افغانانو او سیمې د شته ستونزو دپاره د حل لار په ګوته کړي. د نړۍ هر غښتلي او ویاړلې ملت د خپلو ستونزو د حل دپاره خپله نوښت په لاس کې اخیستی او خپلې ستونزې د خپلو ملي ارزښتونو پر بنسټ حل کړي دي. له دویم نړیوال جنګ څخه را پدیخوا امریکا د متحدې کوریا د ویش ( په سویلې او شمالې کوریا ) سبب ګرځيدلي، د سومالیا د هیواد د ماتیدو او ګډوډیدو سبب ګرځیدلي، په ویتنام کې د یو ستر بشرې ناورین د رامنځته کیدو سبب وګرځیده چې په ترڅ کې ویتنام په شمال او سویل وویشلي شوه چې ویتانامیانو پخپل مټ د امریکا له ماتې وروسته په واحد ویتنام بدل کړ، د بالکان د سیمې د شخړو( د یوګوسلاویا د ویش او د بوسنیا د مسلمانانو په وژنه کې) د اسانچارې دنده ترسره کړي، په وروستیو کې د عراق، لیبیا، مصر، سوریې د جګړو، تاو تریخوالي او ناورینونو سبب هم تر ډیره بریده د امریکا د مداخلې څخه را ولاړې شوي بیلګې دي. امریکا په لوی لاس د ترهګرې په وړاندې نړیواله جګړه د افغانستان تر جغرافیې او په ځانګړې توګه د پښتون میشتو سیمو پورې محدوده کړه چې ورځ تر بلې د پښتنو د وژنې او بدبختیو سبب ګرځي. ددې شواهدو پر بنسټ افغانان باید هیڅکله دا تمه ونکړي چې امریکا به د خپلو تیرو کړنو او پالیسیو معکوس د افغانستان په ټیکاو او پرمختګ کې بې دریغه مرسته وکړي او خپلې شومې دسیسې به تر شا کړي. افغانان باید له بهرنیانو او ګاونډیانو ویره ولري نه له افغانانو، باید د افغانانو له منځه یوه مصلحه افغاني ډله د ملت له منځه را پورته شي او د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو خواو ترمنځ یو افغاني ډیلاګ ته لاره هواره کړي، تر څو مونږ وکولای شو د نړیوال ملاتړ او سیمیزې دیپلماسې په پایله کې دولسې دیپلماسې په مټ د افغانستان ستونزو ته د حل لاره پیدا کړو، له دې پرته !! ایا مونږ په ریښتیا هم غلامۍ ته تیار یو؟؟