وائي چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو يوه جګ پوړي چارواکي له يو چا څخه پوښتنه وکړه چي دا نړۍ موږ ولي په رسميت نه پېژني؟، هغه په جواب کښي ورته وويل چي تاسي په خپله په کابل کښي سفريانه لمونځ کوئ، تاسي ئې خپله د ځان نه بولئ نو نوره نړۍ به تاسو څه په رسميت و پېژنې.
خير دا خو د هغه مهال خبره وه خو اوس دغه چارواکي خو يو وار بېخي پرېږده چي يا دوی په دباندنۍ نړۍ کښي کورونه لري يا بېنک اکاونټونه لري او يا ئې هم د کورنۍ غړي په اروپا او امريکا کښي زده کړي تر سره کوي د هغو خو به حساب نه کوو، خبره به د هغه چا وکړو چا ته چي د دې هېواد د ټولو وګړو سترګي او خلک داسي فکر کوي چي که دا هېواد جوړېدئ بس هم دا خلک به ئې جوړوي، نو د هغو حال چي واخلې هغه تر چارواکو او سياسي مشرانو لا په ها خوا دي، کوم چي د دې هېواد اکثره د نامه خاوندان اديبان او ليکوالان دي او يا ئې هم څوک له نامه سره اشنا دي د هغو ټولو کورونه اولادونه نژدې خپلوان ټول په اروپا، کاناډا او امريکا کښي اوسي يو هم دلې خپل اولادونه، نه راولي او کوښښ دا کوي چي بيا هغه د افغانستان له نامه سره اشنا هم نه سي، هغه د چا خبره له دې نامه څخه ئې داسي ګوري ته وا دا د هېروئينو نشه ده، او خدای مه کړه چي کورنۍ به ئې ټوله تباه کړ.
چي د اهل قلم دا حال وي کوم چي په نوره نړۍ کښي د قومونو تقديرونه ليکي او هغه لکه چي وائي تيوري د ليکوال او هغه ته د عمل جامه سياسي مشران وراغوندي نو کله چي دوی خپل کور او اولادونه دلته اوسول نه غواړي نو بيا به په دې هېواد کښي نور څه وي؟ ولي دلته خو نو بيا دا پوښتنه پيدا کيږي چي يعني په دې هېواد کښي د ژوند ارزښتونه نه سته او نه هم دلته انساني کرامت پر ځای دئ، ولي چي که وای نو بايد چي موږ ټول په ګډه دلته اوسېدلای دا چي نه سياسي مشر، نه اديب او ليکوال دلته اوسېدل غواړي نو دلته به بيا اوسي څوک هم دغه خواران چي د دباندي تللو وس نه لري که نه نو دا خو بيا بېخي دلته نه پاته کېدل ولي چي هغه څوک د ټولني سترګي او نوره نړۍ په عام ډول او افغانان په ځانګړي ډول له دوی څخه ډېر توقعات لري.
که دوی يوازي د يوه سيمينار او يا هم د کوم ځانګړي پروګرام لپاره يو له فرانسې څخه بل له لندن څخه او بل بيا له کاناډا څخه راځي فکر هغه وي او دلته خبره د افغانستان پر مسئله باندي کوي نو دلته پوښتنه دا پيدا کيږي که چيري دا وطن زموږ په ګډه دئ نو ستا بيا تر موږ کوم ځای اصل او يا هم زيات دئ چي موږ په دي ۴۰ کاله کښي دې ناخوالو ته دلته پاته وو، دغه جنګونه دغه بمبارونه او دا غمونه هر څه پر موږ تېر سول او ته کرار بې غمه په اروپا او امريکا کښي ناست وې نو ته به زموږ او د دې هېواد د خلکو له حاله څه خبر ئې او که خبر هم ئې د هغي ميډيا له لاري کوم څوک چي پر موږ دغه ظلمونه کوي ته د هغو په خوله څرنګه باور کوې او څرنګه دي زړه ته لويږي چي دا خلک به ستا د وطن په اړه تا ته رشتيا وائي او بيا چي کله د يوې اونۍ لپاره راسي نو بيا زموږ د سبا ورځي پرېکړي هم دا خلک کوي او د سبا لپاره د چارو واک هم ځان ته ورکوي.
عجبه ده چي دا هېواد د اوسېدلو ځای نه دئ او د دوی لپاره خو يوازي د پيسو ګټولو ذريعه ده، که چيري نن نن دا ذريعه بنده سي تاسي وګورئ چي په دغو کسانو کښي بيا څوک دلته په کابل او يا هم نورو ولاياتو کښي پاته کيږي.
هو رشتيا له نورو ولاياتو څخه خو لا اوس هم ټوله کابل ته تللي دي او وائي چي په نورو ولاياتو کښي امنيت خراب دئ ښه نو چي امنيت خراب دئ نو اوس به ټول ولس کابل ته باريږي او دا نور هېواد به خالي کوو که څنګه؟ او دا حالت ولي خراب سو خو د دې چارواکو سره څنګ پر څنګ تاسو ناست واست ستاسو ولي دومره کمزورې تيوري وه چي حالت دې ځای ته درڅخه راورسېد هلته خو د عام ولس په مخ کښي ځانونه د افلاطون په نامه معرفي کوئ، د خدای لپاره تاسو يو وار پر دا نژدې ګاونډيانو خو نظر واچوئ ايا د هغو هم د اديبانو کورونه په اروپا او مريکا کښي دي؟ تاسو دا نژدې پاکستان او ايران ته وګورئ چي د کوم يوه اديب او يا هم سياسي مشر کور ئې په دباندي کښي دئ؟ نو بيا ولي؟ په نور څه کښي خو له اروپايانو او مريکايانو سره سيالي کوو او يو قدم لا تر هغو وړاندي ځو او په دې لاره کښي بيا د نژدې ګاونډيانو څخه لا پاته يو عجبه نه ده؟
اصلي خبره مي دا کوله چي وروره نور به خپل واک هغه چا ته په لاس کښي نه ورکوو او خپلي پريکړي په هغه چا نه کوو کوم څوک چي په دې طن کښي د اوسېدلو توان نه لري او يا هم دا وطن د اوسېدلو قابل نه بولي، نو بيا پر موږ باندي د حاکميت کولو ئې څرنګه ځان قابل بولي، قضاوت ئې پر تاسو؟