کور / تازه خبرونه / کندهار : په يوه رستورانت كي شېبه مخکي درنه چاودنه وسوه

کندهار : په يوه رستورانت كي شېبه مخکي درنه چاودنه وسوه

د کندهار ولايت د ا حمدشاهي لوبغالي ترڅنګ په لمر هوټل کي چاودنه سوې.
چاودنه نن ماښام ترلمانځه وروسته سوې.
لومړني معلومات ښيي چي په چاودنه کي درې کسان وژل سوي او څوارلس نور ټپيان سوي دي.
سيمي ته د لراوبر ويب پاڼي همکار ورغلى او نوموړى وايي چي د ټپيان شمېر اوس نوولسو کسانو ته _ چي يو پکښي د کندهار د فوټبال لوبي لوبغاړى علي احمد _ هم دئ ،رسېدلى چي امکان لري نور هم ډېر سي.
دا په کندهار ښار کي نن دوهمه چاودنه ده چي ترسره کېږي.
د يادوني وړ ده چي دا چاودني په داسي وخت کي ترسره کېږي چي په کندهار ولايت مقام کي جوړي سوي امنيتي غونډه کي د والي مرستيال عبدالقديم پتيال ويلي وه چي د ولايت په کچه ئې امنيتي تدابير نيولي او څوک به پرې نږدي چي امنيت ګډوډ وکړي.
د يادوني وړ ده چي د دې چاودني په اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.خو د كندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په اعلاميه كي چي تر چاودني وروسته خپره سوه د مسوليت گوته طالبانو ته نيول سويده او ويل سوي چي قربانيان ملكي خلك دي چي د لمر رستورانت په دننه كي ناست ول، چارواكي د ٢٢ زخميانو او ٣ كسانو وژل كيدل تائيدوي.