د لراوبر یادښت:
ددغي ليکني ليکوال نه پېژنو خو د موضوع ارزښت او وخت ته په پام سره ددې ليکني خپرول ضروري ګڼو.
د اقتصاد او حکومتدارۍ د متخصصینو نه څو پوښتنې کوم، کله مې چې دغه لیکنه بشپړه کړه، نو غوښتل مې دغه عنوان ورته وټاکم:
څوک شته چې زما پوښتنه ډاکټر اشرف غني ته ورسوي؟
بیا مې له ځان سره فکر وکړ، چې باید د ځواب ورکونکو دایره پراخه شي، په هر صورت عنوان مې بدل کړ او پوښتنه مې په عام ډول مطرح کړه. اوس راځم پوښتنو ته:
وایې ظاهراً ویره دا ده، که چیرې امریکا افغانستان پریږدي او لاړه شي نو د وتلو سره سم به افغانستان باندې د ملي اردو او ملي پولیسو معاشات او خوراک څښاک ودرول شي، د افغانستان په بودجه کې کسر راځي او افغانستان نشي کولای چې د خپلو عوایدو له لارې د بودجې دا کسر پوره کړي.
فرض کړه، امنیتي تړون امضاء نشو او امریکایان د افغانستانه ووتل او خپلې پیسې یې هم له ځان سره یوړي، نو افغانستان ته کومه تګلاره پکار ده چې خپل دغه بودجوي کسر پوره کړي؟ څنګه کولای شو چې ملي اردو او ملي پولیسو ته معاش د خپلو عوایدو نه پوره کړو او د امریکایانو په پیسو باندې اتکاء ونه کړو؟
ایا د لومړۍ ورځ نه دا اشتباه نه وه چې مونږ ۱۳ کاله د خپل دولت بودجه او جوړښت داسې جوړ کړ چې همیشه باید امریکایان زمونږ اردو او پولیسو ته معاش ورکړي؟
د ملي اردو او ملي پولیسو د معاشاتو په هکله ولي ۴ یا ۵ کاله مخکې فکر نه کیده چې اوس د امریکایانو د وتلو سره سم مطرح شوه، او افغانان یې ویره کې واچول، وایې که امریکایان نه وي نو اردو او پولیس به مو شدید بحران سره مخامخ شي؟
د افغانانو سترګې داخلي عوایدو ته وي چې یوه مهمه سرچینه یې د افغانستان معادن او ګمرکات دي، د مس عینک او حاجي ګک په کانونو کې ولي ناڅاپي ستونزې پیدا شوي چې اوس دواړه قراردادیان د کار نه منکر شوي او وایې چې قرارداد کې مو تغیر راوړئ؟ د مس عینک او حاجي ګک، او د شمال د نفتي حوزو نه تقریباً د کال ۲ میلیارده ډالر عوایدو ته توقع وه، خو اوس دې پروژو کې مشکل پیدا شوی، دا به کله او څنګه حل کیږي؟
ایا دا د افغانستان په حکومتدارۍ کې مشکل نه وو چې حالات داسې اماده شول چې ګواکې د امریکا نه پرته د افغانستان اقتصاد فلج کیږي؟
د امریکا نه پرته افغانستان څنګه کولای شي چې په خپلو پښو ودریږي، خپل اقتصاد ته رشد ورکړي او په ځان باندې بسیا شي؟ او راتلونکی حکومت څنګه کولای شي چې تیرې غلطۍ تکرار نه کړي؟
که چیرته د افغانستان اوسنی او راتلونکی دولت د اداري فساد مخه ونیسې، خصوصاً د ګمرکاتو، عوایدو، تجارت او د لویو او وړو پروژو د تدارکاتو په بخش کې، ورسره خپل بیځایه مصارف کنټرول کړي، او د معادنو، ګازو او نفتي حوزو په پروژو باندې دقیقه څارنه وکړي، بیا به هم د امریکا پیسو ته اړتیا لیدل کیږي؟ بیا به هم مونږ نشو کولای چې د ملي اردو او ملي پولیسو معاشات ورکړو؟
هیله ده خپل ځواب کې دا ونه وایې چې د امریکا پیسو ته د لنډې مودې لپاره اړتیا ده او د هغه نه وروسته به مونږ خود اکتفاء شو، که په تیرو ۱۳ کلنو کې امریکا خود اکتفایۍ ته پرینښودو او یا مونږ ونه توانیدو، نو راتلونکي لس کاله به مو څنګه پریږدي؟ امریکا په تیرو ۱۳ کلنو کې تږي سیند ته یوړو او بیرته یې تږي را ستانه کړو او مثال یې همدا دی چې د امریکا د ۱۳ کلنو بې خرتو پیسو له امله نن ورځ د ملي اردو او ملي پولیسو معاش نشو ورکولای. دا به څومره عقلي او منطقي پریکړه وي چې امریکا نه د دې تمه وکړو چې زمونږ تنده به ماته کړي؟
اخر کې یو ځل بیا خپله پوښتنه تکراروم، فرض کړه، د امریکا پیسې نشته، ته به افغانستان څنګه جوړوي؟ د افغانستان خلکو ته به څه ډول کار پیدا کوي؟ د افغانستان خلکو ته به ډوډۍ څنګه پیدا کوي؟ پدې ولي غور نه کیږي چې د امریکا د پیسو نه پرته به مونږ څنګه پرمختګ وکولای شو او عملي برنامه به مو څه وي؟ چلنیج دا ندی چې د امریکا پیسې څنګه مصرف کړو، بلکې چلنیج دا دی چې د امریکا د پیسو نه پرته څه ډول ځان رسولی شو؟ د دې پرځاي چې مونږ ولس او ځوانانو ته د زیات کار او زحمت ویستلو توصیه وکړو، په زوره ناهیلي ورته پیدا کوو او دیته یې چمتو کوو چې همیشه محتاج او مفت خواره اووسي.