پرون ۱۳۹۲کال د لړم ۲۷ مه نېټه له غرمې وروسته نږدې درې بجې د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو په سيمه کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهيدان شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د پکتیکا دولتي چارواکي وايي ياد ماين د سولې او ثبات دښمنانو لخوا د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو او شنې څاه ترمينځ په لويه لار کې خښ شوی وو چې په يادو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد او له امله يې ياده مرګ ژوبله رامينځته شوه، د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهيدان شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا د پېښي پړه پر دولت ورواچوله او وايي چي دلته د اربکیانو امنيتي پوسته وه چي پر شاوخوا یې د خپل امنیت په موخه ماينونه ځای پر ځای کړي وه خو دوې ورځي مخکي اربکيانو پوسته خالي کړې او له سېمي وتلي و چي د کلې ماشومان د زړو شيانو راټولولو د پاره پوستې ته ورتلل او دغه پېښه رامنځته سوه.
د يادې کورنۍ مشر ښاغلي عبدالحميد وويل(( ټول ماشومان د زامنو او لوڼو له لوري مې لمسيان کېدل، دوی د اقرا لومړني ښوونځي زده کوونکي وو، ظالمانو مې د لمسيانو ژوند واخيست)) نوموړي د چا نوم وانخستئ.
تر دې مخکي هم لسګونه واره ولسي خلک د ماینونو قرباني سويدي چي دولت یې د پېښي رامنځته کېدو سره سم بېله هر ډول پلټنو پړه پر طالبانو ور اچوي خو طالبان بیا زياتره وخت دغسي چاودني د بهرنیانو يا ملي امنیت کاربولي چي ګواکي د طالبانو د رنګ بدولو په موخه یې کوي خو داځل يې د اربکيانو کار وباله.
د پکتيکا والي د خپل مرستیال په ګډون يو پلاوئ سيمي ته استولئ چي د قربانيانو د کورنيو سره مرسته وکړي.