ماين چاودنې يو نجلې ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان کړل .
د زابل چارواکي وايې چي په دغه ولايت کي دسړک غاړې ماين چاودنې لږترلږه يو لس
کلنه نجلې وژلې او دنجلې پلار او يوه خور يې ټپی سوی دي .
د زابل دامنيت امر غلام جيلاني فراهي وايې چي چاودنه نن سهار اووه بجې د مرکز
کلات اړوند د برات او ګل کلي تر منځ رامنځته سوې .
ښاغلې فراهي وايي چې په دغه پېښه کي ديوې ټپی سوي نجلې روغتيا يي وضعيت ډاکټرانو
نازک ښودلې .
تيره ورڅ د کندهار په خاکريز ولسوالي کي هم د سړك غاړي ماين چاودني د ملي اردو دري
سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي وه .
د خاکريز امنيه قوماندان وايي چي په دې چاودنه کي يو د ملي اردو سرتيری
وژل سوى او دوه نور ټپيان سوي دي .