دکورنیو چارو وزارت ملی پولیس چه دافغانستان اسلامی جمهوریت داجراییه ځواک دیوی برخی په توګه په ټول هیواد کی دقوانینو دپلی کیدو ، دامنیت دټینګښت دهیواد دوګړو دحقونو ساتنی دنده پر غاړه لری ددی ټکی په پام کی نیولو سره چه مونږ خدمت کووتر څو دخپلو ولسونو لپاره امنیت ټینګ او ملی حاکمیت څخه ساتنه وکړو دخلکو زیاتی مرستی او همکاری ته اړتیا لیدل کیږی چه له نیکه مرغه دننګرهارولایت دشریفواو متدینو خلکو او دامنیی قوماندانی دپر له پسی غوښتنواو زیاتوهلو ځلو پر اساس دپولیسو اطلاعاتی خدمتنو مرکز (۱۱۹) شمیری تلیفون چه دکورنیو چارو وزارت دمحترم مقام دلار ښوونی سره سم هیواد او خلکو ته دخدمت په موخه دننګرهارولایت دامنیی قوماندانی په قرارګاه کی دروان کال دسنبلی دمیاشتی په ۲۵ نیټه فعال او په کاریی پیل کړی یاده شمیره ۲۴ ساعته فعاله او دمسلکی منسوبینو له خوا یی کارونه پر مخ وړل کیږی .
دننګرهارولایت دامنیی قوماندانی په همدی اړه دننګرهارولایت ټولو شریفوولسونو ته خبر ورکوی که په مرکزاویا محل کی دشک لاندی کسان ، نا چاودیدونکی توکی ، دوسلو او مهماتو ډیبو ګان ، دنشه یی توکو قاچاق او ترافیک غله ،لاری وهونکی ، ولګردان ، شراب خوران ، بد معاشان اوپه اخلاقی فسادککړکسان اویا ترهګر او وران کاری ووینی هیله موده چه دپولیسو نژدی مرکزونو او یا ۱۱۹عاجلی شمیری ته خبر ورکړی چه په وخت او زمان یی مخه ونیول شی او فاعلین دستګیر او دقانون منګلو ته یی وسپاری چه پدی سره کولای شو ټولنه او خلک دټولو بدمرغیو او ناوړه پیښو درامنځ ته کیدو څخه وژغورو .
په درنښت
سمونیار حضرت حسین(مشرقیوال) دمطبوعاتو امر