کور / تازه خبرونه / د کندهار او زابل پر سرحد شپږ جسدونه موندل سوي دي .

د کندهار او زابل پر سرحد شپږ جسدونه موندل سوي دي .

د کندهار د ارغستان او د زابل د سيوري ولسوالۍ په سرحدي سيمه هوتکو کي شپږ جسدونه موندل سوي دي .
دا جسدونه چې تيره شپه په مرميو وژل سوي پوليسو موندلي دي .
د ارغستان ولسوالۍ ولسوال عبدالغني مسلم يار وايې چي ياد کسان د زابل د اټغر د سيمي اوسيدونکي دي او ټول ځوانان دي .
ځيني راپورنه وايې چې ياد جسدونه په ارغستان ولسوالۍ کي موندل سوي خو د ارغستان ولسوال او د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا الرحمن درانی په ارغستان کي د يادو جسدونه موندل ردوي ، ضيا الرحمن درانی وايې چې ياد جسدونه د ملکي وګړو دي او د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کي موندل سوي دي خو د زابل د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان په دې ولسوالۍ کي د مړو پيدا کيدل ردوي .