یونیم زر کاله مخکی یعنی په شپږمه میلادي پیړۍ کی د کوشاني پاچا راجا ګوپتا د واکمنۍ پر مهال یو نفر چی ( سیسا ) نومیدئ ، په هندوستان کی شطرنج اختراع کړ . د یو بل روایت له مخی دا پنځمه میلادي پیړۍ وه .
په هر صورت ، وایی چی پاچا د خپلو مذهبي مبلغینو یعنی « برهمنانو» او « کشاتریانو»څخه خوابدئ سو او د پخوا غوندی یې مشورې نه ورسره کولې . دا مهال ( سیسا ) وغوښته چی پاچا د دې ګوښه توب او یوازیتوب څخه وباسي ، نو د شطرنج لوبه یې اختراع کړه . په دې معنا که پاچا یوازی پاته سی ماتیږی ، مغلوبیږی او وژل کیږی . کله چی دغه برهمن یعنی سیسا پاچا ته دا لوبه وښودله او هغه یې په پوه کړ ، نو د پاچا ډیره خوښه سوه او بیرته پخلا سو او د مخورو سره یې مشورې پیل کړې .
دغه لوبې ته په سنسکریت کی چَترونګه ویل کیده چی معنی یې د پوځ د څلورو برخو څخه و : یعنی پیاده ، سپاره ( آس ) ، فیل ، او ګاډۍ ( رُخ ) . وروسته دغه لوبه چین ، پارس ، مصر او بین النهرین ته هم ورسیده . څنګه چی په عربی ژبه کی د ( چ ) او ( ګ ) حروف نسته نو چترونګه په شطرونجه او شطرنج سره واوښت .
په هر صورت ، د پاچا دا لوبه ډیره خوښه سوه او امر یې وکړ چی د دې لوبی یعنی شطرنج مخترع دربار ته حاضر کړي . کله چی سیسا دربار ته راغی نو پاچا ورته وویل چی دا خو دی ډیره ښه او په زړه پوری سرګرمي اختراع کړې ده او زه په هغه ښه مصروف او خوشاله یم . ووایه په بدل کی یې څه انعام درکړم ؟
د شطرنج مخترع چی په عین حال کی د ساینسي دماغ لرونکی هم و ، ورته وویل چی زه انعام نه غواړم او دا چی تاسو په هغه خوشحاله او مصروف یاست همدا زما لپاره لوی ویاړ دی .
خو پاچا ټینګار وکړ چی حتمأ به کوم انعام غواړې او دا زما امر دی . مخترع ورته وویل چی داسی ده نو د تختې د هری خانې یعنی هری مربع لپاره غنم راکړه ( د یو بل روایت له مخی وریجی ) ، داسی چی د لومړنۍ خانې لپاره یوه دانه غنم ، د دوهمی لپاره دوې دانې غنم ، د درېیمی لپاره څلور ، د ورپسې لپاره اته او د مابعده لپاره شپاړس او په همدې ترتیب د هری خانې لپاره هغه دوه چنده کوه تر څو چی ټوله ۶۴ خانې پوره سی .
پاچا ورته وویل چی ټوکی مه کوه ، د دونه بهترین شي لپاره هماغسی بهترین انعام وغواړه ، یو څو دانې غنم څه شي دي چی ته یې غواړې ؟!
خو سیسا ورته وویل چی کله دې دومره غنم راپوره کړل بیا به نور څه هم درڅخه وغواړم ، لطفأ یو ځل همدومره غنم راپوره کړه . پاچا هم حسابدار او خزانه دار راوغوښتل او ورته ویې ویل چی د دې شطرنج د هرې خانې لپاره په دې ډول غنم ورکوﺉ چی د مابعده خانې غنم تر لومړنۍ خانې دوه چنده سی ، او د ۶۴ خانو لپاره دا سلسله جاری وساتیً .
هغوی هم حیران سول چی دا څومره کوچنی انعام دی چی د دومره بهترینی اختراع لپاره یې غواړی . نو هغوی هم د لومړۍ خانې لپاره صرف د غنمو یوه دانه بیله کړه ، د دوهمی خانې لپاره یې دوه ، د درېیمی لپاره څلور ، د څلورمی لپاره اته دانې او د پنځمی لپاره۱۶ دانې او د شپږمی لپاره ۳۲ دانې او د اوومی لپاره ۶۴ دانې او د اتمی خانې لپاره ۱۲۸ دانې غنم جدا کړل….. خو کله چی خبره د تختې نیمایی خانو ته ورسیده نو د غنمو شمیر له حسابه ووت ، آن په زرګونو جوالونه سول . د ټول هندوستان د غنمو زخیره په دې حساب کی ختم سوه لاکن ټولی خانې پوره نسوې . کله چی حساب د تختې پنځوسمو خانو ته ورسید نو د ټولو همسایه ملکونو د غنمو ډیپوګان هم پکښی خلاص سول لاکن د شطرنج د تختې د ټولو خانو د غنمو شمیر پوره نسو .
پاچا ولیده چی مخترع په رښتیا هم ډیر ساینسي دماغ لری او زه یې په خپل قول کی راګیر او مات کړم . نو ږغ یې وکړ چی د خدای لپاره حساب پر همدې ځای ختم کړﺉ او زه معذرت غواړم او بیا به چا ته دغسی بې سنجشه او بې حسابه چلنج ورنکړم .
سیسا دا مهال فرصت غنیمت وګاڼه او پاچا ته یې وویل چی د ده اصلی هیله دا ده چی د وطن د خلکو د ګټو او خوښیو او هم خپل سلطنت د ټینګښت په خاطر د خلکو د مشورو څخه کار واخلې . پاچا قانع او متوجه سو او نور یې نو خپله خبره نه بلکی د ولس خبره منله .
هو ، په رښتیا هم ساینس پوهان د علم د تجربوي او عملی اړخ ماهران او کارپوهان وی او بل چا ته نه ښایی چی « د ګاولو سره په اوبو ګډ سی . » د دې ټولو غنمو شمیر دومره دی :
۱ + ۲ + ۴ + ۸ + ۱۶ + ۳۲ ………. + ۶۴ = ۱۸۴۴۶۷۴۴۰۷۳۷۰۹۵۵۱۶۱۵ چی دا ( کویټیلیون عدد دی ) چی په سوونو زره ټنه غنم کیږی .
منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .