تیره ورځ د الینګار ولسوالۍ د سنګره په لوري افغان امنیتي ځواکونو په ګډه چاڼیز عملیات کړي چې په مخامخ نښته کې د مخالفو وسلوالو یو تن وژل شوی او ۴ تنه نور یې شدید زخمیان دي.د چارواكو په وينا په دغه نښته کې د افغان امنیتي ځواکونو لور ته هم یو تن سیمه ییز پولیس وژل سوى او څلور تنه نور برسیرن ټپیان شوي دي چې دا مهال یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
بل لور ته د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې مواد په ټاکلي وخت له قرغیو، الینګار او الیشنګ ولسوالیو څخه د افغان امنیتي ځواکونو په مټ مرکز ته را انتقال شول او په نیږدې وخت کې به له دولت شاه او بادپښ ولسوالیو څخه را ولیږدول شي.
د یادونې ده چې تر دې دمه په ټول لغمان کې له ۵۲ زرو څخه زیاتو کسانو د رايې اچونې کارتونه تر لاسه کړي چې ۲۹ زره یې میرمنې دي.