کور / تازه خبرونه / کراچۍ کې د نښتې پر مهال ۸ کسه وژل شوي

کراچۍ کې د نښتې پر مهال ۸ کسه وژل شوي

کراچۍ: دبي بي سي د خبر له مخې په پاکستان کې چارواکي وايي په جنوبي ښار کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو په برید کې درې مشکوک وسله وال او یو ملیشه وژل شوي دي.دوی وايي باور دی چې وسله وال کسان د تحریک طالبان ډلې غړي وو، چې بندیز پرې لګېدلی او پلان یې درلود چې د محرم په میاشت کې پر شیعه لږکیو برید وکړي.د برید پر مهال د لاسي بمونو په ګډون زیاتې وسلې نیول شوي دي.امنیتي ځواکونه پر شیعه ګانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د بشپړې تیارسۍ په حال کې دي.