د ريګستان پر امنيه قوماندان باندي وسله وال بريد سوي .
نن سهار د اوو بجوپه شاوخوا كي وسله والو طالبانو د ريګستان پر امنيه قوامانداني وسله وال بريد كړي چي د پوليسو له مقاومت سره مخ سوى .
د كندهار د امنيه قومانداني مطبوعاتي اداره وايې چي په بريد كي ۷ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او يو پوليس ټپي دى .
د هغه په خبره چي له طالبانو څخه يې ګڼ شمير وسلي او مهمات هم تر لاسه كړي دي .
تر اوسه د يادي پيښي په اړه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .