وسله والو طالبانو په خپله يوه رسنۍ کي خبر ورکړى چي پنځه پوليس ورسره يوځاى سوي.
طالبان ليکي چي ياد پوليس د ننګرهار ولايت په چپرهار اولسوالۍ کي د دوى د ليکو سره يوځاى سوي.
طالبان ليکي چي نوموړي هر يو روح الله احسان الله او سردار ولي د عبدالمحمد زامن، طالب د غلام ربي زوی او نعمت د شمس الدين زوی چي دکراتک اوسېدونکي دي او بريالی د داودشاه زوی د دوى د جلب او جذب د کمېسيون د دعوت په پايله کي د دوى سره يوځاى سوي.
د يادوني وړ ده چي څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو په يوه خبرپاڼه کي د پنځلسو پوليسو د يوځاى کېدو او تر هغه خبر يوه ورځ وروسته ئې بيا د شپږ دېرشو پوليسو د يو ځاى کېدو خبر ورکړى وو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه افغان حکومت څه نه دي ويلي.