د مشورتي لويي جرګي د چمتوالي کمېسيون وايي چي ټاکل سوې ده راتلونکې مشورتي جرګه به د راتلونکي اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په افغان پلازمېنه کابل کي جوړه سي.
د دې کمېسيون وياندي عبدالخالق پشه يي وايي چي دا جرګه به د لړم د مياشتي پر دېرشمه نېټه کي جوړه سي چي پنځوس کمېټې به ولري، د څلورو ورځو څخه بيا تر اوو ورځو به دوام وکړي.
دا جرګه د امريکا سره د امنتيي تړون پر سر جوړېږي چي تر ٢٠١٤ م کال وروسته به په افغانستان کي پاته کېږي او که يا؟
د حکومت دواړو مخالفو ډلو دا جرګه بې ګټي بللې او هسي ئې د افغانانو د تېر ايستلو له پاره او د امريکايانو و پاته کېدا ته يوه يوه پلمه بللې او په دې اړه ئې خپل دريځ منفي ښوولى.