ملي پوليسو تېره ورځ د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د يو لړ چاڼيزو عملياتو پر مهال د وسلوالو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه کشف کړه.
د وسلو او مهماتو په ياده کشف سوې زېرمه کي يو راکټ، اووه دانې د راکټ مرمۍ، دوه دانې ۸۲ ملي متري توپونه، يو هاوان، شپږ کړۍ مختلف النوع ماينونه، دوه ميله پيکا، درې ميله کلاشينکوفونه، يو دانه خفيف، دوې ګونۍ ثانيه سوز لينونه، په ماينونو کې کارېدونکي ګڼ شمېر بېټرۍ او ۲۵۰ دانې پټاکياني موجودي وې.
د تيري ورځي په عملياتو کي له نيول سوي زېرمي سره دوه تنه وسلوال طالبان هم نيول سوي دي چي اوسمهال د امنيتي ځواکونو تر تحقيق لاندي دي.
د يادوني وړ ده چي د حکومت د دې ادعا په اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.