کور / تازه خبرونه / د مذهبي مراسمو په نوم قومي او سیاسي نمایش

د مذهبي مراسمو په نوم قومي او سیاسي نمایش

کابل چاپ یوشمېر روځپاڼو خپلې لیکنې او تبصرې د محرم په ورځ د پوهنتونونو رخصتیو او د دغې ورځې لمانځ غونډوته ځانګړې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې د کابل پوهنتون محصلینو څخه په نقل لیکلي؛ سیاسي او مذهبي مسایلو مو په درسونو ناوړه اغیزه اچولې، دوی وايي، پوهنتون یې د یوې ورځې پرځای پنځه ورځې رخصت کړی دی.

یاده ورځپاڼه لیکي، ظاهراً داسې ښکاري چې، حکومت دغه کار تیرکال د کابل پوهنتون په لیلیه کې د عاشوری په ورځ د پېښې د تکرار د مخنیوي په هدف کړی وي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې “د مذهبي مراسمو په نوم قومي او سیاسي نمایش” تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې راغلي د محرم لسمه رارسېدونکې ده؛ کابل خپل رنګ بدلوي، په لارو او سړکونو تورې دروازې درول شوې دي.

د لیکوال په اند، په کابل کې د ویر او د دې ورځې پیغام د اخیستو ځای سیاسي او قومي نمایش نیولی دی.

د لیکوال د معلوماتو له مخې اوس د کابل واټونه په تورو بیرغونو پوښلي او د مذهبي مراسمو په نوم سیاسي اوقومي نمایش د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

د لیکوال په باور که مذهبي مراسم په دغه ډول لمانځل کیږي؛ لرې نه ده چې دغه مراسم به عکس العمل له ځان سره ولري او زموږ دښمنان به له دغه حالته ګټه واخلي او دلته به قومي او مذهبي جګړې ته لمن ووهي.

لیکوال وړاندیز کوي افغان دولت ته په کار ده، چې د دغه سیاسي او قومي نمایش مخه ونیسي، ځکه همدا نمایش افغانستان یو بل اورته ټیل وهلی شي.

ملي باور:

د ملي باور ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي” په کابل کې د عاشورا یواځني مراسم نه دي، چې د تشدد او افراط ډکې لمانځنې له امله یې د کابل تحصیلي مرکزونه رخصتیږي؛ بلکې په هېواد کې د ګڼو نورو مناسبتونو له امله هم په کال کې څو ځله ښوونځي رخصتیږي او زده کوونکي وخت بې ځایه ضایع کوي.

د سرمقالې د لیکوال په اند د پوهنې بهیر باید نه یوازې چې له سیاسي لوبو، ډلوټپلو، مفکورو او ګوندونو څخه لرې او خوندي وساتل شي، بلکې هېڅ وخت د شخصي غوښتنو او امنیتي ننګونو ښکار نه شي.

د لیکوال په باور د امنیتي وېرو له امله د تحصیلي موسسو رخصتول له زده کړې او تحصیلي بهیر سره جفا ده او هېڅکه د یوه بنسټېز حل لارې په سترګو ورته نه شي کتل کېدای.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د کربلا پېښه د زړورتیا او شجاعت نښه ده باید په سولییزه توګه ولمانځل شي.

په سرمقاله کې راغلي حضرت حسین په همدې ورځ داسې میړانه له ځانه ښکاره کړه چې؛ راتلونکي نسل ته یې د یو مکتب اساس کېښود.