کابل :پژواک دخبر له مخې د حقاني شبکې د مشر مولوي جلال الدين حقاني زوى په اسلام اباد کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودو وويل، چې تېره شپه د مولوي جلال الدين حقاني زوى ډاکټر نصيرالدين حقاني په اسلام اباد کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.سرچينه زياتوي ، چې ډاکټر نصيرالدين په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته پر ډزو وژل شوی دی.د ده په وينا، د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.