تېره ورځ د کندهار ولايت په معروف اولسوالۍ کي د ملي پوليسو لخوا يو شمېر چاودېدونکي توکي کشف سوي خو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول سوي.
ياد چاوېدونکي توکي د معروف ولسوالۍ په عيلزو سيمه کي د يو غره په دره کي ځاى پر ځاى سوي ول چي د پوليسو له خوا کشف او له منځه وړل سوي دي.
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادو چاودېدونکو توکو د کشف او خنثى کولو ترڅنګ ويل سوي چي دا کار د وسله والو طالبانو دئ خو خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.