کور / تازه خبرونه / د ٥٨ زره لېټرو تيلو د خرڅلاو په تور ٥ کسان نيول سوي

د ٥٨ زره لېټرو تيلو د خرڅلاو په تور ٥ کسان نيول سوي

په جلریز ولسوالۍ کې د سپریم کمپنۍ د اته پنځوس زره لیترو د تیلو د خرڅلاو په تور پنځه تنه ونیول شول .
په میدان وردګو ولایت کې هغه پنځه کسان چې د عزیز په نوم د یو کس د موټر په وسیله یې د سپریم کمپنۍ تیل له فراه ولایت څخه کابل ولایت ته لیږدول،چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د اکمالاتي کاروان یاد موټر لادرکه شو.
د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي امنیتي او کشفي ارګانونو ته لارښوونه وکړه،چې یاد موټر باید ژر تر ژره پیدا شي،چې په ترڅ کې معلومه شوه،چې د یاد موټر تیل چې اته پنځوس زره لیتره دي،د جلریز ولسوالۍ د زیولاتو په سیمه کې د قیوم په نوم د تیلو پمپ پر مالک د درې سیمه ییزو پولیسو (نصیراحمد،منیر،خان محمد) او دوه نورو
رحیم الله او شیرزمان له لورې پلورل شوي دي.
یاد نیول شوي کسان چې پخپلو جرمونو اعتراف کړی،اوس مهال د څرخي پله په محبس کي بنديان دي.