اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پنجاب ايالت په ګوجرانواله ښار کې د شيعه ګانو پر دوو عبادت ځايونو د ډزو په پايله کې د جومات د امام په ګډون درې کسه وژل شوي دي.د پنجاب پوليس وايي دغه پېښه د سهار د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.پوليسو ويلي، وسله وال د مومن پوره سيمې قصر ابوطالب نومي عبادت ځای ته ننوتي او د ملا امام محمد يوسف په ګډون يې يو بل کس په ډزو وژلي دي.له دغې پېښې لږ وروسته د همدغې سيمې د شاه رخ په مېنه کې د قصر زينبيه په عبادت ځای کې هم وسله والو بريد کړی او يو کس يې وژلی دی.د پوليسو په خبره، ابتدايي پلټنې ښيي چې وسله وال پر موټر سايکلونو راغلي وو او له ډزو کولو وروسته په تېښته بريالي شوې دي.وژل شوي درېواړه شيعه ګان بلل شوي دي.”د وژنو دغه پېښه ظاهرآ د فرقه يي شخړو پر بنسټ شوې او په دواړو بريدونو کې د يوې ډلې د ښکېلېدو شونتيا نه شي ردېدای.”له دغو وژنو وروسته د وژل شويو خپلوانو او ځايي خلکو د دوی جسدونه يوه ځايي چوک ته لېږدولي او دغلته يې مظاهره کړې او سړک يې د ترافيکو پر مخ تړلی دی.ځايي پوليسو ته د احوال له رسېدو سره سم، پوليس سيمې ته رسېدلي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.د ګوجرانوالې د ځايي پوليسو مشر سعد اختر بهروانه بي بي سي ته وويل، ظاهرآ دغه بريدونه د فرقه يي شخړو پر بنسټ شوي دي.سعد اختر بهروانه ويلي: ”د وژنو دغه پېښه ظاهرآ د فرقه يي شخړو پر بنسټ شوې او په دواړو بريدونو کې د يوې ډلې د ښکېلېدو شونتيا نه شي ردېدای”.ده ويلي چې په دغه ولسوالۍ کې د محرم الحرام له امله سخت امنيتي تدابير نيول شوي، خو د ګوجرانوالې ۱۷۰ عبادت ځايونو امنيت نيول خورا ګران دي.