کور / تازه خبرونه / ښاري سيموته پرافغانانوبنديزلگيدلى

ښاري سيموته پرافغانانوبنديزلگيدلى

پېښور: د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او نورو اړوندو ښارونو کې د محرم د مياشتې له پيل سره سم د افغانانو په ګرځېدو بنديز لگول شوى دى. د پېښور ښار امنيتي مسوولينو په يوې خپرې شوې اعلاميه کې وویل، چې افغان کډوال دې د محرم د لسو ورځو لپاره له کمپونوڅخه ښار ته نه ننوځي. دوی خبرداری ورکړی که له دې پریکړې څوک سرغړونه وکړي په وړاندې به یې قانوني چلند وشي. په پیښور کې بیا میشت کډوال وايي چې د تګ راتګ بندیز به د دوي په ژوند بدې اغیزې پرې باسي له بله پلوه په پېښورکې دافغان کډوالورياست په يوې خبرپاڼه کې په پېښورکې پرميشتو افغانانو غږکړى چې دپاکستان قانون ته په درنښت سره دې دمحرم له شپږمې څخه تر لسمې نيټې پوري ښاري سيمو ته له تگ راتگ ډډه وکړي