کور / تازه خبرونه / مولانا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی

مولانا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی

اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان طالبانو وياند شاهد الله ‌‌شاهد ويلي د دوی ډلې مولانا فضل الله د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی او شيخ خالد حقاني يې مرستيال دى مولانا فضل الله مولاناصوفي محمد زوم او په سوات کې د طالبانو مشر و، د پاکستاني طالبانو نوې مشرتابه لپاره کانديدانو کې پر مولانا فضل الله سربېره، شيخ خالد حقاني، خان سيد چې په سجنا هم پېژندل کېږې، د اورکزيو طالبانو مشر حافظ سعيد خان او د مومندو طالبانو مشر عمر خالد خراسانی شامل وو.په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي باور لري مولانا فضل الله په ۲۰۰۹ کال کې په سوات کې له پوځي عملياتو ورسته افغانستان ته تللى