کور / تازه خبرونه / د افغان ترک ليسې له پاره د ښوونکو څخه ازموينه واخستل سوه

د افغان ترک ليسې له پاره د ښوونکو څخه ازموينه واخستل سوه

نن ( چهارشنبه) په میدان وردګو ولایت کې د افغان ترک دوستۍ لیسې لپاره پر دنده د اداري کارکوونکو د ګمارلو په موخه د پنځه اویا تنو څخه د ازاد رقابت له مخې ازموینه واخیستل شوه .
دغه ازموینه چې د دریم،څلورم،پنځم او شپږم بستونو لپاره واخیستل شوه،ترې به دیارلس تنه هغه بریالي کسان چې نمرې تر نورو زیاتي وي،به دنده وګمارل شي.
د یادونې وړده،چې د افغان ترک دوستۍ لیسه چې د ولایتي بیارغاونې ودانۍ ورته ورکړل شوې په نوي لمریزکال کې به په رسمي ډول په ښوونه پيل وکړي.