په جلریز ولسوالې کې د سیمې د سوداګرو له لورې د نږدې اولس میلیونه افغانيو په مالي لګښت یوه دیني مدرسه جوړه شوه .
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په سره چشمه سیمه کې د دغه ولسوالۍ د ملي سوداګرو د اولس میلیونو افغانیو په مالي لګښت د یو جریب ځمکې په ساحه کې یوه لویه مدرسه تر جوړېدو وروسته نن ( چهارشنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غه مدرسه چې د شپږو میاشتو په موده کې یې د جوړولو چارې بشپړي شوي،په دوه پوړونو کې جوړه شوې،چې په یو پوړ کې به یې ښځینه او په بل پوړ کې به نرینه زده کوونکي زدکړې ترلاسه کړي .
په یاده مدرسه کې شپږ عصري تشنابونه،درې لویې عصري د اوستوګنې خونې، یو لوی خوړنځای،د برېښنا بشپړ سهولتونه او نور ضروري محلقات جوړ شوي،چې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله د میدان وردګو د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پیغام چې په کې د دغه ولسوالۍ د ملي سوداګرو د دغه عظیم کار له امله مننه شوې وه او په کې ویل شوي وو،چې د هېواد د ملي سوداګرو له لورې د دا ډول کارونو په ترسره کولو سره به موږ پردیو ته دلاس نیونې څخه خلاص کړي.