په کابل کې خپرو شویو ورځپاڼو خپل یو شمېر مطالب په افغانستان او پاکستان کې د سولې له خبرو سره د پاکستاني طالبانو د مشر د وژل کیدو تړاو ته ځانګړي کړي.
ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د حکیم الله مسود د وژل کیدو په اړه د پاکستان استدلال سم دی ځکه چې له هغه سره د سولې خبرې پیل کیدې خو لیکوال په سیمه کې د امریکې د ستراتیژی په بیانولو سره لیکي که امریکا چیرې غواړي نو سوله راولي او که نه غواړي نو نه به راځي.
په مطلب کې راغلي چې پاکستان نن د ډرون الوتکو له بمبار څخه غوغا جوړه کړې خو دغه بریدونه د نړی تر هرګوټ څخه پر افغانستان زیات کیږي او هغه وخت د اعتراض غږ او چتیږي چې ښځې او ماشومان پکې ووژل شي
د برخلیک ورځپاڼه لیکي، ولې د سولې د خبرو اترو پر مهال د پاکستاني طالبانو مشرحکیم الله مسود ووژل شو لیکوال پوښتنه کوي چې؛ ایا د پاکستان ملکي حکومت، د پاکستان څارګرې ادارې او پوځ سره هم غږي دي؟
د لیکوال په باورکله چې؛ په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو نسبې هیلې پیدا شي ولې د متحده ایالاتو او اسلام اباد له خوا د ګډووډی هڅې کیږي لیکوال په خپله پوښتنه ځوابوي او لیکي که په افغانستان کې سوله راشي نو بیا خو د امریکا پوځي حضور له سوال سره مخ کیږي.
د محور ورځپاڼې بیا په افغانستان او پاکستان کې د سولې د بهیر ترمنځ ځانګړتیاوې په ګوته کړي او د خڼدونو په ډاګه کولو سره یې د امریکې له خوا د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کیدو ته په اشاره لیکلي پاکستان ورته لوبه د افغان حکومت د سولې له مرکچیانو سره هم کړې د لیکوال په اند کله به چې؛ افغان حکومت د کوټې د شورا یوه مهم غړي ته لاس رسي پیدا کړه، نو د پاکستان استخباراتو به زنداني کړ چې؛ په دې سره به د سولې ټوله پروسه له خڼد سره مخ شوه.
د محورپه دې مطلب کې راغلي که چیرې پاکستان د تیرپه څیرهڅه وکړي چې؛ د بریدونو په عکس العمل کې د ناټو اکمالاتي کاروانونو پرمخ لار وتړي او یاهم د بهرنیو ځواکونوپه وتلو کې مرسته ونه کړی نو له پخوا څخه به یې هم پایله ورته بده وي.
د انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د پاکستان له لورې د افغان طالبانو د تحریک د یوه مشر ملابرادر بندي کیدو ته په اشاره لیکلي کله چې پاکستان له بند څخه د هغه د خوشې کیدو تصویرونه خپاره کړل او هغه یې په زنجیرونو تړلی وښوده دایې واضح کړه چې د افغان طالبانو واک د دوی په لاس کې دي.