دغه ټکى دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دپوهنې دوزارت وزير جلالتماب فاروق وردګ دخوست والي عبدالجبآرنعيمي سره ديوې ليدنې پرمهال څرګند کړ.
په پيل کې خوست والي دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دپوهنيزپرمختګ لاسته راوړنو ،تعميراتي ،بودجوي او تشکيلاتي ستونزو او غوښتنو په اړه دپوهنې وزير ته هراړخيزه معلومات وړاندې کړل ،خوست والي وويل چې په وروستيو درې نيمو کې کالونو کې دولايتي ادارې دغوره او اساسي کړنو اوپروګرامونو په پايله کې په پوهنيزډګر کې يو سترمعنوي اوښتون رامنځته شوى چې ددغه ولايت په تير تاريخ کې يې بېلګې نه ليدل کيږي ،نعيمي وويل چې دا مهال په خوست کې ددوه لکه ،دوه نوي زره ،نهه سوه ،يوويشت تنه په شميره زده کوونکي په ٣٨٨بابه ښوونځيو کې زده کړې کوي چې څلور نوي زره ،يوسل يوولس تنه يې انجونې دي اوددې ترڅنګ څو مسلکي لېسې ،انستيتيوتونه ،ښوونيز او پوهنيز مرکزونه او کورسونه هم فعاليت لري او دځوان نسل دفکري رغونې لپاره پرانيستل شوي دي.
خوست والي فکري رغونه او دځوان نسل روزنه دملت او هېواد ژغورونې ،ساتنې ،سرلوړۍ،ترقۍ او ابادۍ اساسي تګ لاره وبلله ،ټينګار يې وکړ چې دپوهنې وزارت بايد نور هم خوست ولايت ته توجه وکړي او دپوهنې په ډګر کې شته ستونزې ژر ترژره هوارې کړي ،دپوهنې له وزير ښاغلي وردګ يې مننه وکړه چې همېشه يې دخوست ولايت دادارې او ولسونو غوښتنو ته ځانګړې پاملرنه کړې او دځوان نسل دښوونې او روزنې په خاطر يې دافغانستان په کچه دپام وړخدمتونه ترسره کړي دي.
دپوهنې وزير ښاغلي فاروق وردګ دخوست والي سره په دغه ليدنه کې په خوست کې دپوهنيز پرمختګ په ډګرکې دولايتي ادارې کړنې او پروګرامونه وستايل او خوست ولايتي اداره يې دځوان نسل دهڅوونې او فکري رغونې په ډګرکې يوه بريالۍ اداره په ګوته کړه ،ښاغلي فاروق وردګ وويل چې په خوست کې شوي پرمختګ ته په کتو سره به نوره هم خپله توجه هغه ولايت ته زياته کړي او هغه ستونزې به هواري کړي چې اداره او ولسونه يې دهواري غوښتنه لري.
دپوهنې وزير خوست والي ته په دغه ليدنه کې دهراړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ،ديادونې وړ ده چې په دغه ليدنه کې دولايتي شورا منشي الحاج مرادخان منګل اودمعارف رياست رئيس انجنير بخت نور بختيار هم حضور درلود.