وسله والو طالبانو په خپله يوه رسنۍ کي خبر ورکړى چي يوه کشفي الوتکي ئې را اچولې.
طالبان ليکي چي ياده کشفي الوتکه ئې د وټه پور اولسوالۍ په ګمبيري سيمه کي را اچولې.
په دې اړه د وسله والو په رسنۍ کي راغلى خبر ليکي چي ياده کشفي الوتکه د شپې پر يوولس بجې د يوه ځنګل پر سر د څار په حالت کي وه چي تر بريد لاندي راغله او را وغورځول سوه.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه نه په افغانستان کي مېشت باندنيو ځواکونو تر اوسه څه نه دي ويلي.