په کندهار کي د يوې شخصي دښمنۍ له امله دوه اولسي خلک وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
ياده پېښه د کندهار ښار د لسمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي شرکت مېوې ته څېرمه په رهنمايي کي رامنځته سوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د تحقيقاتي ډلي د لومړنيو معلوماتو پر اساس ياده پېښه له دولت سره هيڅ تړاو نه درلود او د څو کسانو تر منځ د شخصي شخړۍ له امله رامنځته سوې ده.
پوليس زياتوي چي په رهنما کي پر ناستو کسانو د نامعلومو موټر سايکل سپرو له خوا ډزي سوي او په رهنما کي ناست څلور کسان ئې په ډزو ويشتلي چي دوه کسان د پېښې پر مهال وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي او په بېړني ډول ميرويس روغتون ته د درملني له پاره لېږدول سوي او اوسمهال يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل سوی دئ.
د امنيې قوماندانۍ د تحقيقاتي ډلې مسوولين وايي، د يادې پېښې په اړه يې پلټني پيل کړي او تمه کېږي چي ډېر ژر به د پېښې عاملين ونيسي او د پېښي په اړه به پوره معلومات او ټول حقايق رسنيو ته وړاندې کړي.