کابل چاپ ځینې ورځپاڼو د افغان ځواکونو په اړه د امریکا د پوځ د نوي رپوټ په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د دې راپور ځینې برخې راخیستې او په یوه برخه کې یې راغلي، افغان ځواکونو سږ کال وکولای شول، د طالبانو پر وړاندې د نړېوالو ځواکونو له مرستې پرته وجنګیږي.
ویسا د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکلي د طالبانو سږني عملیات، چې د خالد بن ولید نوم یې ورکړی و او هدف یې د سیمو لاندې کول او د لویو لارو بندول وو، ناکام شول.
ویسا وړاندې د نظامي چارو د کارپوه عتیق الله امرخیل څخه په نقل لیکلي امریکا دغه څرګندونې په افغانستان کې د خپلو تیروتنو د پټولو او افغان ځواکونو ته د وسلو او تجهیزاتو د نه ورکولو لپاره کوي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکايي چارواکو څرګندونې راخیستې چې ویلي دي افغان ملي ځواکونو ته د لویدیځ له خوا د ورکړل شویو تخنیکي تجهیزاتو په ساتنه کې ستونزې لري او دغه نوې جوړه شوې اردو به ونه توانېږي چې؛ د مخالفینو پر وړاندې پر دوامداره توګه جګړه وکړي.
د سرنوشت د سرمقالې په پای کې راغلي افغانان په دې ښه پوهیږي چې افغان ملي ځواکونه لوړ مورال لري او په هغه ځایونو کې چې بهرني ځواکونه ترې وتلي د دوی کړنې ښيي چې تر بهرنیو ځواکونو ډېر د امنیت په راوستلو او د سیمو په ساتلو کې د خلکو د زړونو په لاس ته راوړلو کې بریالي دي.
د لیکوال په اند افغانان پوهیږي چې؛ له ستونزو سره سره له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ورته ډاډمن او په امنیت راوستلو کې ګټور دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد ساتونکي دي، تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې راغلي دي، نړېواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا که افغان ملي ځواکونه په ښه توګه او عصري وسایلو سمبال کړي، نو دغه ځواکونه کولای شي چې په ښه توګه د خپل هېواد امنیت خوندي کړي.
د لیکوال په باور افغانان په دې باوري دي چې له افغان ملي ځواکونو پرته دافغانستان خاوره پردي نه شي ساتلی.